کور / راپور / په نيمروز کي (دوینا فن) په نوم درې ورځنی سیمینار ترسره سو

په نيمروز کي (دوینا فن) په نوم درې ورځنی سیمینار ترسره سو

د نيمروز په مرکز  زرنج ښار کي د ځوانانو ټولني او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د وینا فن دری ورځنی سیمینار بشپړ سو.

په دغه سمينار کي چي ګڼ شمېر ځوانانو، مېرمنو او  اديبانو ګډون کړی وو، په زړه پوري مقالې او ويناوي واورول سوې.

د ياد سمينار په اختتاميه غونډه کي د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي عبدالغني حسن  د وينا پر مهال ځوانانو ته د علمي او فرهنګي سیمینارنو د همکارۍ ډاډ وکړ.

دنيمروز د ولايت مقام په استازيتوب ښاغلي ډاکټرسیف الله غریبيار د زرنج ښار د ځوانانو ټولني له رهبرۍ او غړو څخه مننه وکړه چي هېوادوالو ته علمي سیمينارونه او ګټور پروګرامونه برابروي.

په ياده غونډه کي عبدالجليل محمدي د ځوانانو د ټولنې د راتلوونکو پروګرامونو په هکله وويل: چي تاسو به ډېر ژر د زرنج ښار د ځوانانو ټولنې د لا ډېرو ښو پروګرامونو او فعاليتونو شاهدان واوسئ.

په یاد پروګرام کي ښاغلی استاد مسعود اکرمي صاحب د درې ورځني سیمینار پر ارزښت رڼا واچول او دا پروګرام یې ډېر موثر یاد کړ او له ټولو اړوندو اداراتو او ځوانانو څخه یې هیله وکړه چي داسې سیمینارونه او ګټورې خپرونې برابري کړي.

 

د پروګرام په لړ کي د پوهنې رياست ښاغلي رييس صاحب مسعود نوري د زرنج ښار د ځوانانو ټولنې د داسې علمي سيمينارونو ستاينه  وکړه او زياته يې کړه چي داسې علمي او پوهنیز سېمېنارونه کولای سي چي په ټولنه کي ستر بدلون راولي.

د یادونې وړ ده؛ هغو خویندو او وړونو چي په سیمینار کي ګډون کړی و څو تنو یې د خویندو او وړونو په استازيتوب هم وینا وکړه او د یاد سیمینار پر ښه والي او د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د زرنج ښار د ځوانانو ټولنې د دې ستر کار ستاینه یې وکړه او د داسې نورو پروګرامونو غوښتنه یې وکړه.

د سیمینار په پای کي دوو درنو استادانو ته چي د درې ورځني سيمينار د زده کړو برخه يې پر مخ وړله ستاينلېکونه ډالۍ سوه، د دې ترڅنګ ځینو نورو مخورو مشرانو ته چي د زرنج ښار د ځوانانو ټولنې سره تل د ملاتړ او مرسته کوونکو په توګه همکار پاته سوي دي مننلیکونه، ستاینلیکونه او د سيمينار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ډالۍکړل سوې.