کور / راپور / خيبر پښتونخوا: په بنو کي د مليشه ځواک ګڼ سرتېري وژل سوي دي

خيبر پښتونخوا: په بنو کي د مليشه ځواک ګڼ سرتېري وژل سوي دي

د خيبر پښتونخوا په ټانک سيمه کي د  مليشه ځواکونو پر يو ګاډي بريد سوی او پکي سپاره څلور سرتېري وژل سوي او دوه نور ژوبل دي.

د بريد پر مهال نښته هم رامنځ ته سوې ده، خو بريدګر له سيمي څخه تللي دي.

بل خوا په همدغه سيمه کي دمليشه ځواکونو دوه سرتېري په بل بريد کي هم وژل سوي دي .

د راپورونو په حواله دغه پېښه د ګومل تاڼې په حدودو کي هغه مهال وسو، چي کله دغه دوه مليشه سرتېري د خپلي پوستې پر لور روان وه.

وسلوال بريدګر له سيمي څخه تښتېدلي دي.