کور / راپور / افغان بنديان که سل مخه کتاب ولولي، شپږ ورځي بند يې کمېږي

افغان بنديان که سل مخه کتاب ولولي، شپږ ورځي بند يې کمېږي

د افغانستان د زندانونو اداره وايي، چي د بنديانو لپاره يې په کلتوري او ادبي ډګر کي نوی نوښت رامنځ ته کړی دی، چي په مرسته سره يې په زندانيانو کي د مطالعې کلتور پراخ کړي.

دغه اداره وايي، چي اوسمهال يې داسي پلان چمتو کړی، چي له مخي يې په څرخي پله زندان کي که هر هغه زنداني چي سل مخه کتاب ولولي، په مشروط ډول به يې د زندان له مودې شپږ ورځي کمېږي.

ددغه پلان چمتو کونکي وايي، په دې سره به د زندانيانو د اصلاح او د بند د مودې يوه بديله لاره رامنځ ته سي.

د څرخي پله زندان رئیس اختر محمدنورزي وايي، چي د زندانیانو له خوا د کتاب د مطالعې او د هغه غورچاڼ وړاندې کول د سیمینار له لارې شپږ ورځې د زندان د کمولو لامل کيږي:

“ددې لپاره چي له وخته مو ګټه اخیستې وي، موږ باید منظم پلانونه ترتیب کړو، هغه زندانیان چي په دې موده کي ورته سزا ټاکل سوې، هم به زده کړې وکړي او هم به یې د بند موده رالنډه سي او ورسره به ځینې بې سواده باسواده سي. په راتلونکو کي به موږ د کمپیوټرساینس انسټیټیوټ، د طبي علومو انسټیټیوټ هم پرانیزو. د بند له پوره کيدو وروسته به دوی خپلې زده کړې پای ته رسولي وي او ټولنې ته به د خدمت جوګه سي.”

که څه هم په پراخه کچه ددې پلان هرکلی سوی دی، خو د منظورۍ لپاره د ولسي جرګې تصويب او د ولسمشر له خوا توشيح ته اړتيا لري.

دا مهال د افغانستان په زندانونو کي په لسګونو زره کسان بنديان دي، چي يوه برخه يې طالب زندانيان دي.