کور / سياسي / راسئ د جنګ اصلي مخ ووینو

راسئ د جنګ اصلي مخ ووینو

ليکنه:پښتون ځیرک

دا خبره به زه ترهغه وخته کوم چې افغان اولس پوهیږي.!!”

#هدف :
د وطن جنګ اقتصادي بڼه لري او مذهبي بڼه ورکول حماقت دي منم دا چي دا جنګ یې د مذهبي چینلونو په کارولو سره روان کړي دي. خو جنګ د خپلو اقتصادي ګټو لپاره دی نه د مذهب لپاره.

#موضوع :
اصلا خبره د ریل پټلۍ ده چې د ” یو قزاقستانی شرکت په هرات کي ۴۳ کیلومتره د ریل پټلۍ جوړوي. دا ریل پټلۍ دهرات ولایت له غوریانو، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تیریږي. دغه پروژه به په راتلونکو ۱۶ میاشتو کي بشپړه سي چي 58.5 میلیونه ډالر لګښت پر راځي او افغان دولت یې له خپلي بودجې ورکوي.”

دلته ګټه او تاوان باید روښانه محاسبه سي. موږ د اوله سره د پاکستان او ایران سره تجارت کاوه او د دواړو دښمنو هیوادنو لپاره افغانستان ښه مارکیټ وو خو پاکستان د افغانستان سره تجارت څخه په استفاده سیاست کاوه نو نتجه دا سول چې سیاست کې که ادلون بدلون راتلې نو تجارت هم د دغه متحول سره متزلزل سو لکه دا اوس , خو ایران داسي ونه کړل تجارت او سیاست یې سره بیل کړل نن د افغانستان او ایران تجارتي راکړه ورکړه تقریبا 1 بیلیون ډالره ده. نو فلهذا د دغه پورته پروژي سره به د افغانستان او ایران تر منځ تجارت نوره هم وده وکړي.

پاکستان پنجابک دولت که په مرکزي اسیا کښي تجارت کول غواړي نو د طالبانو د حمایه کولو پر ځاي باید د افغانستان سره تعلقات سم کړي. که چیري پاکستان دا لاره غواړي باید افغانستان ته د واګاه لاره هم ورکړي چې د هند سره تجارت وکړي.

#د_پروژي اړوند معلومات :
د هرات ریل پټلۍ د ایران سره 23 کیلو میتره اوږدوالی لري ، د یوه بهرني شرکت سره د افغان حکومت د څلورم پړاو تړون اعلان کړ ، چې په 16 میاشتو کې به بشپړ سي ، دغه لار ایران ، افغانستان ، ترکمنستان او نور مرکزي ته ده. د توکو ایالتونه یو بل سره وصل کړئ ، پدې توګه د دوی دندې زیاتوالی او د پرمختګ او سوداګرۍ کې کليدي رول رامینځته کوي.

همیشه پاکستان دا فکر کاوه چې که پر افغانستان لاره بنده کړو او هندوستان سره د تجارت لاره ورنه کړو نو افغانان به د لوږي مړه سي. پاکستان همیشه تجارت د اسلحه په ډول د افغانستان خلاف استعمال کړیدي.

#مهم_اساسي_اړخ :
ورته پروژه دلته کولی سي ، له پیښور څخه تر جلال آباد ، بیا کابل او داسې نور د مرکزي آسیا هیوادونو ته ، له کویټې څخه تر کندهار ، بیا کابل ، کندهار څخه تر هرات پورې ، او همدارنګه د ډیورنډ لاین د دواړو خواو اوسیدونکو اقتصادي حالت به ښه سي.

پاکستان اوس هم د غولتبوبۍ څخه کار اخلي د ترهګرو په تمویل او حمایه کوښښ کوئ افغانستان د ګټو څخه خپله استفاده وکړي. او بیا هم د تیرو 50 کالو مخکي سیاست کوي نن الحمدالله اشرف غني لرو او هغه د سیاست روخ ته تغیر ورکولو سره لولبه بدله کړل.

راسئ جنګ اصلي مخ ووینو .

ځوانانو لطفاً بحثونه مو د وطن په اړه اقتصادي محوره کړئ نه مذهبي .

افغانستان تر هر څه مهم دئ.

درنښت

پښتون ځیرک

فرانسه ۱۳/۱۲/۲۰۱۹