کور / راپور / د سولي حرکت په ۳۴ ولایتونو کي لاریونونه کوي

د سولي حرکت په ۳۴ ولایتونو کي لاریونونه کوي

د سولي ولسي حرکت غړي نن د هرات ولایت شن‌‌‌‌‌‌ډن ولسوالي مرکز کي د “جنګ بس دئ، موږ مه وژنئ” شعارونو په ورکولو سره د جګړې له ښکېلو اړخونو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه.

لاریونوالو له افغان حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چي نور باید دې پردۍ جګړه کي افغانان قرباني ورنه کړي.

همدا راز هغوی له بهرنیو ځواکونو څخه جدي غوښتنه وکړه چي نور باید په خپلو ړندو بریدونو کي عام افغانان قرباني نه کړي.