کور / راپور / مزارشريف ښار کي پوليسو د نظام الدين قيصاري قرارګاه محاصره کړې ده

مزارشريف ښار کي پوليسو د نظام الدين قيصاري قرارګاه محاصره کړې ده

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کي پوليسو د جنبش ګوند د يوه قومندان نظام الدين قيصاري کور محاصره کړی دی .

راپورونه وايي، چي د مزارشريف ښار په زراعت سيمه کي د نظام الدين قيصاري يوه قرارګاه پوليسو محاصره کړې ده او غواړي چي د قيصاري لخوا  جوړي سوي پوستې له منځه يوسي.

خو د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د قیصاري وسله والو هغه کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې ده، چي په قزاقستان کي د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي پرې حقوقي دعوه  لري.

قيصاري په فارياب ولايت کي د افغان ځواکونو ته د ګواښ ورکولو، بې قانونه وسلوالو لرلو او په ګڼو جرمونو کي د ښکېلتيا په خاطر څه موده بندي سوی هم وو، خو وروسته بېرته خوشي سو.