کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / درويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / درويشتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

————–

۱: مېړه که خاوند؟

مېړه په پښتو کي دوې مشهوري ماناګاني لري چي يوه د خاوند او بل هغه چا ته ويل کېږي چي د ښه سړيتوب، نارينه توب او غيرت صفات ولري. دلته يوازي پر دې موضوع بحث کوو چي که يو نر او ښځه واده سره وکړي نو د نارينه لپاره (خاوند) او که (مېړه) مناسبه کلمه ده؟ خاوند د مېړه تر څنګ د مالک يا څښتن مانا هم لري، پخوا به د مينځو څښتن ته هم خاوند ويل کېدل، کېدای سي دا نوم هماغه ريښه ولري، خو د نويو مدني او بشري قوانينو له مخي هره ښځه حوره (ازاده) او له حقوقي پلوه د چا ملکيت نه سي کېدای، د مېړه کلمه له واده سره تړلې ده او واده د ځانکړو ديني يا بشري اصولو له مخي د دوو اړخونو (نر او ښځي) تر منځ هغه تړون دی چي په خپله خوښه په شفاهي يا ليکلې بڼه کېږي او په عمومي ډول په دې تړون کي د يوه طرف نوم مېړه او بل دا مېرمن ده. دې معادلې ته په عربي ژبه کي (زوجين) وايي او په دري کي يې جوړه هم بولي، خو جوړه د مرغانو او حيواناتو لپاره هم راتلای سي. زما په فکر (مېړه) تر (خاوند) جامع، مانع او واضح کلمه ده، ځکه چي د خاوند کلمه د غير ذيروح شيانو لپاره هم استعمالېږي لکه د کور خاوند، د باغ خاوند، د دوکان خاوند، د موټر خاوند، خو مېړه کلمه يوازي د انسان لپاره لپاره استعمالېږي او له حقوقي پلوه يې هم مانا روښانه ده. ما چي د ښځو د حقوقو له څو ساتندويانو (مدافعينو) سره خبري کړي، نو هغوی هم د خاوند کلمه له حقوقي پلوه ناقصه او د ښځو سپکاوی ګڼي او د (مېړه) کلمې ته ترجيح ورکوي.

۲: جنګيالي، جګړه ماران، تراهګر او که وسله وال مخالفين؟

په خبريالۍ کي بې طرفي (Impartiality) يو مهم اصل دی، په تېره بيا په جنګي حالاتو کي خو د خبريال مرګ او ژوند ورسره تړلی دی. يو شمېر ميرزا ډوله خبريالان او بې سواده ترجمانان د حکومت وسله وال مخالفين د جنګياليو، جګړه مارانو او يا تراهګرو په نوم يادوي چي په دې دريو واړو حالاتو کي خبريال له يوه اړخ سره خواخوږي لري او يا کرکه ځني کوي. که د افغانستان د تاريخ ځينو متونو ته پام وکړو، نو جنګيالی مثبته کلمه ده او هغه چا ته ويل سوی چي د وطن، ملت او دين د ساتني لپاره جنګېږي. دا هم د منلو وړ خبره نه ده چي د جګړې دواړه خواوي دي به مثبت او داسي نوم يادي کړو چي ګواکي دواړه پر حق ولاړ دي، نو بايد يو داسي نوم ورته غوره کړو چي لکه کېمره چي تور تور او سپين سپين ښيي او قضاوت په ليدونکو پوري اړه لري. دغه ډول که يوې خوا جګړه مار ووايو دا له هغه اړخ څخه زموږ کرکه ښيي، ځکه چي يوه منفي او بدنامه کلمه ده، جګړه مار معمولا هغه چا ته ويل کېږي چي د شر، فتنې او فساد خپرولو او يا شخصي ګټو لپاره يې ټوپک اخیستی او نامشروع جګړه کوي. دغه ډول تراهګر هم مشخص تعريف نه لري. موږ وينو چي ځيني دولتونه او سياسي ډلي امريکا او پاکستان تراهګر دولتونه بولي او ځيني دولتونه بيا طالبان، داعش، القاعده، بوکوحرام او نوري جنګي ډلي تراهګري ډلي بولي، نو په نتيجه کي ويلای سو چي دا توره کلمه هر څوک د خپل دښمن لپاره کارولای سي، خو خبريال بايد د چا نه دوست او نه يې دښمن اوسي، بلکي بې طرفه پاته سي، زما په فکر په دې دريو کلماتو کي د ( وسله والو مخالفينو) ترکيب غوره دی. که کوم خبريال د جګړې د يوه اړخ خبره رانقلوي نو ويلای سي چي د فلاني په خبره، مثلا د حکومت، طالبانو، داعش او … په خبره د دښمن شل نفره يې وژلي دي. په دې صورت کي خبريال ځان ثابتوي چي د تراهګر، جنګيالي، جګړه مار، وسله وال مخالف او مجاهد خبره د خبريال نظر نه، بلکي د جګړې د يوه اړه خبره را نقل سوې ده.

۳: د کمال خان بند د جوړېدو کار په چټکۍ سره روان دی.

ميرزا ډوله خبريالان دا ډول ګونګي جملې معمولا د خبر يا راپور د سرليک لپاره غوره کوي. دا ډول جملې په ادبي ليکنو کي پروا نه لري، خو په خبريالۍ کي عيب دی، که دا جمله د يوې لنډي کيسې سرليک وي، نو څه نا څه تلوسه پيدا کولای سي او يا د خلکو د پام رااړولو په برخه کي مرسته کولای سي، خو په خبريالۍ کي ابهام پېښوي او په خبريالۍ کي ابهام عيب ګڼل کېږي. په خبريالۍ کي بايد هر سرليک معلومات ولري او بايد دا معلومات دقيق او په ژورنالیستيکه اصطلاح د (WH Questions) څخه بايد لږ تر لږه يوه پوښتنه جواب کړي.

دا جمله د عربي له (شدت) څخه ترجمه سوې چي په دري ژبه کي ډېره رواج ده او اکثره وخت د ساختماني کارونو لپاره استعمالېږي، مثلا وايي چي د کمال خان بند د جوړېدو کار په شدت سره روان دی. په دې جمله کي د (شدت) قيد د اندازې وړ نه دی او موږ ته هیڅ ډول معلومات نه راکوي. يو موټر که هر څومره چټک روان وي بيا يې هم چټکتيا د اندازې وړ ده، مثلا خلک وايي چي موټر په (۱۴۰) کي روان دی، هدف يې دا وي چي د دې موټر سرعت په ساعت کي (۱۴۰) کيلوميټره دی، خو کار په شدت نه سو اندازه کولای. خلک د يوې ساختماني پروژې د کار له شدت سره نه، بلکي د بشپړ کېدو له تاريخ او ګټو سره مينه لري. که د سکرو د يوه کان کار دومره په شدت سره روان وي چي هره ورځ لس کارګران پکښي مري، خلک له دې ډول خبر يا راپور سره هيڅ مینه نه لري، ځکه چي دا ډول خبر يا راپور د پروژې د ګټي پر ځای د يوه بشري ناورين کيسه راته کوي، نو ښه به دا وي چي د خبر يا راپور په سرليک کي له دې پوښتنو څخه لږ تر لږه يوه يې جواب سي، مثلا که د کمال خان بند پنځه کلنه پروژه وي او د پلان سره سم يې کارونه روان وي او څلور کاله کار ورباندي سوي وي، نو دا ډول سرليکونه مناسب دي: د کمال خان بند کار په سلو کي اتيا بشپړ سو، د کمال بند کار به يو کال وروسته بشپړ سي، کمال خان بند به اتيا زره هيکټاره زراعتي ځمکه خړوبه کړي، کمال خان بند به (۹) ميګاواټه برېښنا توليد کړي.

۴: ښوول او ښودل

ښوول د (تعليم ورکولو) او ښودل د (نمايش) مانا لري، خو ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان يې سم توپير نه سي کولای. موږ وايو چي د ښووني او روزني وزارت، خو داسي نه وايو چي د ښودني او روزني وزارت.

۵: په عوايدو کي ډېروالی راغلی او که عوايد ډېر سوي دي؟

د (ډېروالی راغلی) جملې يو عيب دا دی چي جمله بې ضرورته اوږده سوې او بل دا چي ولسي ريښه نه لري، د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي يې ولسي خلک نه وايي. ډېروالی له يوه اسم سره تړلی حالت دی، يو شی يا حالت په خپل ځان کې ډېرېږي او يا لږېږي، داسي نه دی چي يوه شي ته ډېروالی يا لږوالی له بله ځایه راځي. که د ډېروالی راغلی پر ځای د (ډېر سوي) کلمه ووايو جمله ولسي بڼه غوره کوي او مفهوم ښه افاده کوي، د بېلګي په ډول به دا یو څو ميرزايي جملې وڅېړو:

الف: سږکال د ترنک سيند په اوبو کي ډېروالی راغلی دی / سږکال د ترنک سيند اوبه ډېري سوي دي

ب: سږکال په افغانستان کي د واورو په اورښت کي ډېروالی راغلی دی / سږکال په افغانستان کي ډېره واوره اورېدلې ده

ج: تر پخوا سږکال د افغانستان په ناامنۍ کي ډېروالی راغلی دی/ تر پخوا سږکال په افغانستان کي ناامني ډېره سوې ده

د: سږکال د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کي ډېروالی راغلی دی / سږکال د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډېره سوې ده.

او که غواړو چي دا جملې مطلق ولسي ژبي ته واړوو، نو داسي ويلای سو:

الف: سږکال د ترنک سيند غاړي تر غاړي بهېږي

ب: سږکال د هيواد اکثريت غرونه په واورو پټ دي

ج: د افغانستان په اکثرو سيمو کي د خلکو سر او مال خوندي نه دی

د: اوس د ولسي خلکو په ډېری کورونو کي د وير ټغر اوار دی.