کور / راپور / افغان ځواکونو په مزارشريف ښار کي د نظام الدين قيصاري پر کور هوايي بريدونه کړي دي

افغان ځواکونو په مزارشريف ښار کي د نظام الدين قيصاري پر کور هوايي بريدونه کړي دي

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چي په مزار شريف کي د فارياب د مخکني قومندان نظام الدین قيصاري د نيولو په موخه د هغه پر کور عمليات پيل سوي دي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چي تېره ورځ افغان سرتېرو د نظام الدين قيصاري د نيولو لپاره د هغه کور محاصره کړ، خو نن د هغه جنګياليو د افغان سرتيرو سره په نښته کښېوتل.

ښاغلی عادل شاه وايي: په دې وروستیو کي د نظام الدین قیصاري اړوند وسله وال د مزارشریف ښار د اوضاع خرابولو، بې نظمیو، د باج اخیستلو او عامه نظم ګډوډولو لامل سوي و، چي په دې اساس عدلي او قضايي ارګانونو د قیصاري او د هغه د وسله والو د نیولو حکم صادر کړ.”

هغه وویل، چي قیصاري پولیسو ته له ځان سپارلو څخه ډډه کړې او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته سوې ده:”کله چي پولیسو د یاد کم په اساس نن یکشنبه د قیصاري او د هغه د غیر مسؤله وسله الو د تسلیمۍ په هدف د هغه کور محاصره، نوموړي وسله وال غبرګون وښود چي اوس هم جګړه روانه ده.”

بل خوا تازه راپورونه وايي، چي افغان هوايي ځواک د نظام الدين قيصاري پر کور هوايي بريد کړی او احتمال سته چي نوموړی دي په دې بريدونو کي وژل سوی وي.