کور / راپور / ولسمشر غني د عامه نظم د پوليسو د پخواني مشر زمري پيکان د نيولو امر کړی دی

ولسمشر غني د عامه نظم د پوليسو د پخواني مشر زمري پيکان د نيولو امر کړی دی

ولسمشر غني نن د کورنيو چارو وزارت ته امر وکړ، چي زمری پيکان ژر ترژره ونيسي او عدلي ارګانونو ته يې معرفي کړي.

پر زمري پيکان دا تور دی چي نوموړي د خپلي وظيفې څخه غلطه استفاده کړې او د يو نفر د وژلو تور هم ورباندي سته. له همدې امله پر نوموړي د اوو کالو د بند سزا ختلې ده.

ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت ته ويلي: “ د زمري پيکان د نيول امر دی، بايد سمدستي عملي سي.”

ښاغلي غني ویلي: “پیکان د عامه نظم یو ټول شموله بنسټ د فساد پر یوه سرچینه اړولی دی”.

د زمري پيکان د نيولو امر پر داسي مهال سوی، چي په مزارشريف ښار کي د نظام الدين قيصاري د نيولو په موخه عمليات پيل سوي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چي تېره ورځ افغان سرتېرو د نظام الدين قيصاري د نيولو لپاره د هغه کور محاصره کړ، خو نن د هغه جنګياليو د افغان سرتيرو سره په نښته کښېوتل.

ښاغلی عادل شاه وايي: په دې وروستیو کي د نظام الدین قیصاري اړوند وسله وال د مزارشریف ښار د اوضاع خرابولو، بې نظمیو، د باج اخیستلو او عامه نظم ګډوډولو لامل سوي و، چي په دې اساس عدلي او قضايي ارګانونو د قیصاري او د هغه د وسله والو د نیولو حکم صادر کړ.”

هغه وویل، چي قیصاري پولیسو ته له ځان سپارلو څخه ډډه کړې او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته سوې ده:”کله چي پولیسو د یاد کم په اساس نن یکشنبه د قیصاري او د هغه د غیر مسؤله وسله الو د تسلیمۍ په هدف د هغه کور محاصره، نوموړي وسله وال غبرګون وښود چي اوس هم جګړه روانه ده.”

بل خوا تازه راپورونه وايي، چي افغان هوايي ځواک د نظام الدين قيصاري پر کور هوايي بريد کړی او احتمال سته چي نوموړی دي په دې بريدونو کي وژل سوی وي.