کور / راپور / د عمران خان خوريی د پوليسو څخه تښتېدلی دی

د عمران خان خوريی د پوليسو څخه تښتېدلی دی

د پاکستان د لاهور ښار پر يو رغتون بريد کي د لومړي وزير عمران خان د خوريي په نيولو پسي پوليس سرګردانه دي.

وکيل حسان نيازی وروسته له هغه له پوليسو څخه د تېښتي په حالت کي دی، چي د لاهور پر يو روغتون بريد کي يې لاس درلود.

د لاهور د زړونو  په يو دولتي روغتون کي د وکيلانو او ډاکټرانو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځ ته سوه، چي کله وکيلان د کړکيو او ديوالونو له لاري روغتون ته ور واوښتل.

په روغتون کي د وکيلانو لخوا ډاکټران وهل سوي او هغوی خپل کارونه پرې ايښي او له روغتون څخه وتلي وه.

د يوې سرچينې په حواله وکيلانو پر ډاکټرانو بريد وکړ او ناروغانو ته يې هم سپکي سپوري ويلې.

ددغه نښتي پرمهال په  زړونو د ناروغانو په عاجله څانګه کي څلور ناروغان مړه سوي هم دي.

دا شخړه د درملو پر سر رامنځ ته سوې او څو اونۍ وړاندي د روغتون يوه ډاکټر ګواښ کړی وو، چي هيڅ وکيل ته به اجازه ورنه کړي چي روغتون ته راسي.