کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / څلورويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / څلورويشتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

—————-

۱: درانه جرمونه که لوی جرمونه؟

دا ترکيب هم له دري څخه ټکي په ټکي پښتو ته راژباړل سوی دی، په دري کي وايي چي: (جرايم سنګين). د دې ترکيب يو لوی عيب دا دی چي ولس يې نه وايي، بلکي يوازي د ميرزايانو په خولو کي اوړي رااوړي. په پښتو ژبه کي جرمونه په وزن نه اندازه کېږي چي پر درانه او سپکو ډولونو دي سره ووېشل سي. په دې ځای کي يو التباس او ګډوډي دا ده چي په پښتو ژبه کي دروند مثبته مانا هم لري، مثلا موږ وايو چي فلانی ډېر دروند سړی دی، فلانۍ ډېره درنه ښځه ده، فلانی ډېر دروند مشر دی. په دې جملو کي دروندوالی د ښو اخلاقو او ستر شخصيت مانا ښندي. ساده او ولسي ترکيب دا دی چي ( لوی جرمونه) یې وبولو.

۲: شاهپور ځدراڼ توپ وهنه وکړه او که توپ يې وواهه؟

موږ تر کريکيټ پخوا د توپ ډنډې لوبه درلوده چي هم يې ډنډه او هم يې توپ کريکيټ ته ورته دی.دا لوبه د افغانستان په ډېرو سيمو کي رواج وه او اوس يې هم ډېری کليوال ځوانان کوي. (توپ وهنه وکړه) جمله کي د (وکړه) مرستندوی يا کمکي فعل ته هيڅ اړتيا نسته، که که ووايو چي شاهپور ځدراڼ توپ وواهه، نو د (وواهه) فعل په ګردان يا اوښتې بڼه کي پر يوه ټاکلې زمانه دلالت کوي او په دې ډول جمله هم لنډه او ساده کېږي او هم د ولس محاورې ته نژدې کېږي.

۳: کابل پوهنتون او که (د) کابل پوهنتون؟

په پښتو نحوه کي د (د) توری معمولا د ملکيت او اضافت لپاره استعمالېږي، لکه د ملالۍ کتاب، د احمد شاه بابا توره، د جميل قلم او داسي نور، خو کابل پوهنتون يو ترکيبي نوم دی، دلته هدف ملکيت نه دی، ځکه دا پوهنتون يوازي نه په کابل ولايت او نه کابليانو پوري اړه لري، بلکي (کابل) د دې پوهنتون نوم دی او د هر ولايت محصلين درس پکښي وايي. موږ داسي نور ترکيبي نومونه هم لرو لکه خوشال خان مېنه، رحمان بابا ليسه، سالنګ واټ، سپين غر هوټل، خو ځينو ميرزايانو ترکيبي نومونه د عبارت په ډول ليکلي او د نوم په سر کي يې د اضافت (د) ور زيات کړی دی لکه د باختر پوهنتون، د افغان ملي بيمې شرکت، د غازي امان الله خان ښارګوټی، د ابن سينا روغتون. په دې ترکيبي نومونو کي د ګرامري پلوه د اضافت (د) بېځايه ليکل سوی او ترکيبي نوم يې په عبارت اړولی دی، حال دا چي ترکيبي نوم او عبارت تر خپل منځ ژور توپير لري. د مثال په ډول (رحمان بابا لیسه) د رحمان بابا ملکيت نه ښيي او نه دا ليسه ده ته منسوبه ده، بلکي دا لیسه د رحمان بابا د درناوي او نوم ژوندي ساتلو لپاره د ده په نوم ياده سوې ده، خو که (د رحمان بابا زيارت) وايو او يا يې ليکو دلته د اضافت (د) ته اړتيا لرو او بايد وليکل سی، ځکه چي د دې توري په مرسته زيارت رحمان بابا ته منسوبېږي او له عام نوم څخه خاص نوم ته اوړي.

۴: د افغانستان په سلو کي (۵۴) خلک د فقر تر کرښه لاندي ژوند کوي / ( ۵۴) فيصد مردم افغانستان تحت خط فقر زندګی ميکند.

دا جمله له ګرامري پلوه مطلق عربي ده، مثلا (أثرياء تحت خط فقر السعادة). دا ډول جملې لومړی ايراني ميرزايانو له عربي څخه فارسي او بيا ميرزا ډوله ليکوالانو او خبريالانو له فارسي څخه پښتو ته ټکي په ټکي راژباړلي دي، مثلا وايي چې (۵۴) فيصد مردم افغانستان تحت خط فقر زندګی ميکند. زما په نظر فقر يا بېوزلي د کوم خط، چت، کيږدۍ، پل او تار نوم نه دی چي خلک دي تر هغه لاندي ژوند وکړي. بېزولي مستقل او فزيکي موجود نه دی چي په سترګو دي وليدل سي او بيا دي انسان ورته منسوب سي. فقر په حقيقت کي د ژوند د ځينو مادي او معنوي اړتيا وو نشتوالی دی لکه پيسې، اوبه، خوراکي مواد، تعليم، پوهه، خپلواکي، تمدن او داسي نور. په پښتو کي فقر ته (بېوزلي) او فقير ته (بېوزله) وايي، کله چي يو فقير چا ته د سوال لاس اوږد کړي، نو ځيني پښتانه دا دعا ورته کوي: ( خدای دي وزله وکړه). دلته (وزله) د چارې او امکاناتو په مانا ده، ياني خدای دي غوښتنه پوره کړه. د دې ميرزايي جملې تر ټولو ستر عيب دا دی چي ولس يې نه وايي، ولس وايي چي زموږ خلک ډېر بېوزله يا بېچاره ګان دي. پورتنۍ جمله په پښتو کي داسي ليکلای سو: (د افغانستان په سلو کي (۵۴) خلک بېوزله دي).

۵: ولسمشر د حشمت کرزي وژنه په کلکو ټکو وغندله

دا جمله اکثره وخت ميرزا ډوله خبريالان د راپور يا خبر د سرليک لپاره کاروي. لکه څنګه چي مو مخکي خبري ورباندي کړي وې په ژورناليستيکه اصطلاح د (WH Questions) څخه يوه پوښتنه هم نه جوابوي او د محتوا په لحاظ مبهمه جمله ده. سړی نه پوهېږي چي د ولسمشر ټکي به څومره کلک وه، لکه کاڼی، لکه فولاد، لکه الماس؟ که ولسمشر ويلي وای چي د حشمت کرزي وژنه يو ناځوان مردانه عمل دی، د حشمت کرزي وژنه د طالبانو کار دی او يا د حشمت کرزي غچ به خامخا اخلو. دا داسي جملې دي چي موږ ته د ولسمشر دريځ روښانه کوي او کلک الفاظ يو څه توجيه کوي او د اورېدونکي يا لوستونکي په ذهن کي يو څه يو څه ورګرځي.

پنځه ويشتمه برخه

——————

۱: ناسته او که غونډه؟

په دري ژبه کي د عربي د (جلسه) کلمه له پخوا څخه پاته وه چي اوس ځينو ليکوالو او خبريالانو په (نشست) ترجمه کړې او په رسنيو کي دود سوې ده. له دې ژباړي سره سم فارسي ځپلو او کابل ميشتو خبريالانو هم په پښتو سترګو نشست په (ناسته) ترجمه  او د (غونډي) پر ځای يې کاروي. پوښتنه دا ده چي موږ او تاسي هره ورځ په ورځني او عادي ژوند کي کښېنو، ايا دا ډول ناسته غونډه بللی سو؟ جواب څرګند دی چي نه! هره ناسته غونډه نه ده. غونډه د يوې ځانګړي موضوع او هدف لپاره د څو اوړونده اشخاصو يا ګروپونو راټولېدو ته وايي چي يو ولسي او بل رسمي بڼه لري. (غونډه) ځکه مناسبه کلمه ده چي د خپلي محتوا دوه اړخونه افاده کوي: يو پر يوه ځای د خلکو يا ګروپونو راغونډېدل او بل يې فزيکي بڼه ده چي په ګيردي يا حلقوي بڼه سره کښېني، نو بايد د ناستي پر ځای غونډه ووايو او ويې ليکو. له بلي خوا بيا همدا ميرزا ډوله خبريالان دا هم وايي چي په فلاني ځای کي يوې امريکايي الوتکي بېړنۍ ناسته کړې ده، نو که غونډي ته ناسته ووايو د الوتکي ناستي ته به څه وايو؟

۲: کول او که ترسره کول؟

دا ډول جملې هره ورځ په رسنيو کي سره اوړي رااوړي. مثلا

الف:روسیه د افغانستان سرحدي سیمو ته نږدې پوځي تمرینات (ترسره) کوي.

 ب: افغان کرکټ لوبډله خپله وروستۍ لوبه له زمبابوۍ سره (ترسره) کوي.

ج: حکومت د ولسي جرګې انتخابات نه (ترسره) کوي.

د: د سولي عالي شورا نن عمومي غونډه (ترسره) کوي.

ه: هندوستان اوفرانسه ګډه سمندري مانوره (ترسره) کوي.

(ترسره کول) د جملې داسي خبر دی چي هم ولسي ريښه نه لري او هم يې جمله بې ضرورته اوږده کړې ده،. راسئ د دې خبري د ثبوت لپاره له پورتنیو جملو څخه په قوس کي نيول سوی (ترسره) کلمه ليري کړو، راته څرګنده به سي چي جمله هم لنډه او هم ولسي محاورې ته نژدې سوې ده.

 ۳: افغان ولسمشر له تاوده هرکلي سره مخ سو اوکه تود هرکلی يې وسو؟

دا يا دې ته ورته جمله هره ورځ په رسنيو کي اورو او لولو يې. (هرکلی) ترکيبي فعل دی چي معمولا د منلو، ميني کولو، خوښولو، ستايلو او احترام لپاره استعمالېږي. دغه ډول په تشريفاتي چارو کي هم کار ځني اخيستل کېږي چي د (هرکله راسئ!). (هرکله داسي کار وکړئ!) (هرکله داسي خبري وکړئ!)  له جملې څخه جوړ سوی دی. دا فعل په يوه ولسي لنډۍ کي هم راغلی چي وايي:

هرکله راسې د يار غمه

که سل مي نور وي، يو به تا پر تندي وړمه.

 کله چي يو مسافر کور او کلي ته ځي، نو د خپلوانو له خوا هرکلی ورته ويل کېږي يا کوم مېلمه يو ځای ځي، نو خلک يې د ميني او احترام له امله هرکلی کوي يا هرکلی ورته وايي. د پښتنو په ولسي هرکلي کي معمولا دا جملې ډېري ويل کېږي: هرکله راسې، خدای دي راوله، دا ستاسي خپل کور دی. ستاسي يې قدم زموږ يې ليمه،  خو پر دې جملو سربېره عملي بڼي هم لري، لکه په غېږ کي نيول، روغبړ ورسره کول، لنګوټه ورتړل، مېلمستیا ورته جوړول چي د درناوي او ملاتړ دې دود ته (هرکلی) وايي.

دلته (هرکلی) فعل او (تود) يې صفت دی. په نحوي لحاظ (تود هرکلی) د (ولسمشر) تابع عبارت دی چي معنوي حالت بيانوي. که د يو چا د سياست، وينا، عمل يا عکس العمل په اړه خبر جوړووو، نو دوه اړخونه مهم دي: يو عمل  او بل د عکس العمل لوری. (هرکلی) متعدي فعل دی، ياني فاعل يې معلوم دی چي خلک، سياسي ګوند، د سيمي خلک، قوم او يا به تنظيموونکی شخص وي. زما هدف دا دی چي د فتوا، فرمان، سياست، وينا او شخص هرکلی کېږي، ستايل کېږي، خلک يې خوښوي، ملاتړ يې کوي او يا يې درناوی کېږي، خو هرکلی نه جسم لري او نه حرکت لري چي د ژوندي موجود په بڼه دي له کومي وينا، عمل يا شخص سره مخ سي. ښايي ځوانو خبريالانو د زړو ميرزايانو د دې جملې تقليد کړی وي چي وايي (( با استقبال ګرم مردم روبرو ګرديد)).  اسانه او لنډ ويلای سو : (( هرکلی يې وسو يا هرکلی ورته وويل سو)).

۳: يوولس ميليونه خلکو نوم ليکنه کړې  او که يوولس ميليونه خلکو نومونه ليکلي دي؟

دا جمله هم هره ورځ په رسنيو کي پورته کښته کېږي چي دومره خلکو د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړه. (نوم لیکنه) عبارت يوازي د نوم ليکلو حالت نه بيانوي، بلکي د ټول بهير نوم دی، د نوم ليکني پلان، مقررات، پرسونل، دفترونه، بوديجه او وسايل ټول د نوم ليکني د بهير برخي بلل کېږي، خو دا چي يو څوک دې دفتر ته ورځي او د انتخاباتو لپاره نوم ليکي دا فعاليت د نوم ليکني ټول بهير نه احتوا کوي، بلکي يوازي د دې بهير پر يوه برخه دلالت کوي. اسانه او لنډ ويلای سو چي د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره يوولسو ميليونه خلکو نومونه ليکلي دي.

۵: د (رحم) کلمې بې ځايه استعمال

رحم انساني عاطفه ده چي معمولا د ژونديو موجوداتو په ليدلو، ځورېدلو او شکنجه کولو سره راپارېږي، خو اوس يې ځيني ميرزا ډوله خبريالان د جماداتو، مايعاتو او کانونو لپاره هم استعمالوي لکه تاريخي ابدات، اوبه او کانونه يادولای سو چي دا يې مثالونه دي:

الف: تر ځمکي لاندي اوبو څخه په ډیري بې رحمۍ استفاده کېږي.

ب: د کندهار په زاړه ښار کي له څلوېښتو کالو راهيسي په ډېره بې رحمۍ سره کيندنې کېږي

ج: د هلمند د رخام ډبره په ډېره بې رحمۍ سره غلا کېږي.

زما په نظر د  ( بې رحمۍ) پر ځای د غلا، بې غورۍ، بې احتياطۍ، ناقانونه او غلا کلمات مناسب بديلونه دي، مثلا پورتنۍ جملې داسي ليکلای سو:

الف: تر ځمکي لاندي اوبه په بې غورۍ او بې احتياطۍ سره کارول کېږي.

ب: د کندهار په زاړه ښار کي له څلوېښتو کالو راهيسي ناقانونه کېندني کېږي.

ج: د هلمند د رخام ډبره غلا کېږي.