کور / راپور / د افغانستان د ټاکنو پخوانی رئيس د امريکا د يوې محکمې مجرم بللی دی

د افغانستان د ټاکنو پخوانی رئيس د امريکا د يوې محکمې مجرم بللی دی

د افغانستان د ټاکنو پخوانی رئیس د امریکا یوې محکمې د “عامه شتمنۍ په غلا” مجرم پېژندلی

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی سوی دی.

نورستاني د امریکا په کلیفورنیا کي د ټولنیزې هوساینې یوې ادارې ته چي له عمر خوړلو او معلولو کسانو سره مرسته کوي، دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

نوموړی په داسې حال کي چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کي و او دولتي دنده یې درلوده، د امریکا فدرالې ادارې ته د خپل کار او سفر په اړه دروغ ویلي او د ټولنیزې هوساینې له ادارې یې مالي امتیازات ترلاسه کړي دي.

دا امتیازات هغه چا ته ورکول کيږي چي دننه په امریکا کي واوسېږي، خو ۷۱ کلن نورستاني په افغانستان کي خپل کاري عواید او سفر د امریکا له حکومت څخه پټ کړي.

ده باید د خپل هر بهرني سفر په اړه چي تر یوې میاشتې ډېر وو، حکومت ته خبر ورکړی وای.

د امریکا عدلیې ادارو ویلي چي ښاغلي نورستاني په محکمه کي له عامه شتمنۍ د غلا په جرم اعتراف کړی دی.

د کلیفورنیا محکمه به د راتلونکي کال په مارچ کي د افغانستان ددغه انتصابي سناتور په اړه خپل حکم وکړي.

د عدلیې ادارې په اعلامیه کي ویل سوي چي د عامه شتمنۍ د غلا په جرم یو څوک کيدای سي تر لسو کلونو زنداني او ۲۵۰ زره ډالر جریمه سي.

د امریکا عدليې ادارې ویلي چي ښاغلي نورستاني منلې چي ترلاسه کړې پیسې به بېرته په کلیفورنیا کي د ټولنیزې هوساینې ادارې ته ورګرځوي.

کابل کي د امریکا سفارت پر خپل ټویټر لیکلي چي فساد هېڅ پوله نه پېژني، هرڅوک چي په هر هېواد کي له صلاحیت څخه په ناوړه استفادې عمومي باور نقض کړي، باید عدالت ته راوستل سي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي متفتش (سیګار) ادارې څېړونکو هم د نورستاني په اړه تحقیقاتو کي مرسته کړې ده.

احمد یوسف نورستاني په وروستیو دوو لسیزو کي په افغانستان په بېلابېلو لوړو دولتي پوسټونو کار کړی. دی د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال، د لویدیځ ولایت هرات والي او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس هم پاتې سوی دی.

نوموړی د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د افغانستان په مشرانو جرګه کي د انتصابي سناتور په توګه وټاکل سو.