کور / راپور / د پاکستان پيپلز پارټۍ د حکومت پرضد لاريونونه پيلوي

د پاکستان پيپلز پارټۍ د حکومت پرضد لاريونونه پيلوي

د پاکستان پيپلز پارټۍ وايي، چي د رواني ډسمبر مياشتي په وروستيو کي د حکومت خلاف احتجاجونه پيلوي.

ددغه ګوند مشرانو تېره ورځ وويل، چي د موجوده حکومت څخه خلګ ناخوښه دي، د  خلګو ورځنی ژوند د ستونزو سره مخ سوی او بالآخره ټول ولس د حکومت د پاليسيو څخه په تنګ دی.

د پيپلز پارټۍ يو مشر اخوندازه چټان وايي: “ چي نور د خلګو حوصله خلاصه سوې، د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت نور د زغملو نه دی، هغوی د خلګو په ژوند لوبي کوی، نو د همدې حالت د ختمولو لپاره موږ پلان لرو چي د رواني ډیسمبر په وروستيو کي احتجاجونه پيل کړو.”

له دې وړاندي هم د جميعت علماء اسلام  (ف) په مشرۍ د حکومت پر ضدګڼ ګونديز احتجاجونه پيل سوي وه او له عمران خان څخه يې غوښتي وه چي استعفا ورکړي، خو عمران خان ويلي، چي هيڅ کله به اپوزيسون ته سر ټيټ نه کړي او استعفا نه ورکوي.