کور / راپور / چارواکي: اروزګان کي افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۲ کسان ازاد کړي دي

چارواکي: اروزګان کي افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۲ کسان ازاد کړي دي

چارواکي وايي، چي افغان ځواکونو په اروزګان ولايت کي د طالبانو له زندان څخه ۱۲ تنه ازاد کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي افغان ځواکونو د اروزګان په شهيد اساس ولسوالي کي د طالبانو پر يو زندان عمليات کړي او له دغه زندان څخه يې ۱۲ بنديان ازاد کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چي په دغه عملياتو کي ۳ طالب جنګيالي وژل سوي او پنځه نور ژوندي نيول سوي دی. همداراز ۳۱۰ کيلو ګرامه مخدره توکي هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

خو په دې هکله طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.