کور / اقتصادي / په خوست او ننګرهار کي د افغانيو د ترويج کمپاينونه روان دي

په خوست او ننګرهار کي د افغانيو د ترويج کمپاينونه روان دي

په ننګرهار او خوست ولايتونو کي له څو ورځو راهيسي د پاکستانۍ کلدارو د نه کارولو او د افغانۍ د ترويج لپاره کمپاين روان دی .

ننګرهار چي تر ډېره پکي راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کېدل په دې وروستيو کي د دولتي چارواکو او مدني فعالانو په مرسته پکي د افغانۍ د ترويج لپاره کمپاين پيل سوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي په ننګرهار کي د افغانۍ د ترويج لپاره عملي ګامونه پورته سوي او پيل يې هم د دولتي چارواکو سوی دی.

عطاء الله خوګياڼی وايي: “د عملي اقداماتو د پیل لومړۍ برخه دا وه چي د ننګرهار والي تېره ورځ امر وکړ چي هیڅ دولتي ادارې عام خلک او د ادارې کارکوونکي چي هغوی په جیبونو کي بهرني اسعار په ځانګړې ډول پاکستانۍ کلدارې وي نه سي کولای چي تګ راتګ وکړي هلته، په ټولو ادارو کي همدغه چاره ترسره سوه، دا به په ولسوالیو کي هم ترسره کيږي.”

بل خوا په خوست ولايت کي هم د افغانۍ د ترويج لپاره له څو ورځو راهيسي کمپاين روان دی.