کور / راپور / د قيصاري پر کور عمليات ختم سول، خو هغه نه دی نيول سوی

د قيصاري پر کور عمليات ختم سول، خو هغه نه دی نيول سوی

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چي په مزار شريف  کي د قومندان نظام الدين قيصاري پر ضد عمليات پای ته رسېدلي، خو خپله قيصاري نه دی نيول سوی.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چي تېره شپه افغان ځواکونه د قيصاري کور ته ننوتل او هلته يې د پلټني پرمهال د قيصاري ګڼ ملګري ونيول، خو خپله قيصاري لا نه دی نيول سوي.

افغان ځواکونو له دوو ورځو راهيسي د قومندان قيصاري کور محاصره کړی وو، خو وروسته نښته هم رامنځ ته سول. په دغه عملياتو کي چورلکي هم وکارېدلې او د قيصاري پر کور يې هوايي بريدونه وکړل.

ښاغلي عادل شاه وايي:” تیره شپه ( لیندۍ ۲۴ مه) د قیصاري کور تصفیه او تلاښي سو، نور ځایونه لا هم شته، چي باید تصفیه او تلاښي سي، خو تراوسه قیصاري نه دی نیول سوی. د هغه لس تنه وژل سوي، یو شمیر ټپیان سوي او د ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې نیول سوي دي”.

د بلخ ولایت پولیس وايي، چي په سیمه کي یو شمیر نور کورونه شته، چي ممکن قومندان قیصاري هلته پت سوی وي.

اوس هم په مزارشریف ښار کي د نظام الدین قیصاري کور شاوخوا امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي.

خو تر دا مهاله معلومه نه ده، چي نظام الدین قیصاري به چیري تللی وي.