کور / سياسي / يو ستر سياسي بدلون ته نن اړتيا ده

يو ستر سياسي بدلون ته نن اړتيا ده

ليکنه: اېمل افغان

د دې ملي او ستر سياسي بدلون په مناسبت چې زموږ په ګران هېواد کې به د ټولټاکنو له اعلانېدو وروسته را منځ ته کېږي بيا هم خپل او د خپلو قهرمانو افغانانو د بـې نهايته صميمانه کوښښونو او امنيتي مرستو د وړاندې کولو پر بنسټ  چې د افغانستان د ملت په پياوړتيا بنا او دې  ستر تاريخي ملي کار ته اقدام وکړ او د افغانستان د راتلونکي ټاکنيز جمهوريت د تاداو تېږه به يوځل بيا ږدي، چې د هېواد  ټولو نجيبو او زيار اېستونکو خلکو او په تېره بيا د دې خاورې فدا کار او ځوان  ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو ته يې بريا وړاندې کوم.

همدارنګه د افغانستان د خلکو له پوره ملاتړ څخه، چې په وطن کې د ټاکنو د تر سره کېدو له لومړۍ ورځې څخه څرګند کړی په دې خبره وطنوال پوهېږي، چې د افغانستان د ټاکنيز نظام د بېرته تر لاسه کولو مثبت تاريخ په حقيقت کې څرګند دی، دا چې په هېواد کې بېکاره سياسي څېرې زموږ په دې پروسه کې لاسوهنه کوي دا يو ملي خيانت او زه يې په خپل ځای يو ستر جنايت او د ټاکنو په کميسيون باندې ملنډې وهل بولم.

 مګر له اوږدو بحثونو او ستونزو څخه معموله دا ده، چې د دې سپيڅلې ملي ورځې نمانځنه او اعلان په لومړيو ورځو کې شوی وای او د پخواني تعامل په پيروي ځان وجداناً مکلف  مو ګڼلی وای، چې د خپل ځان او خپلو هېوادوالو مبارکي د دې ورځې په مناسبت ټولو ګرانو وطنوالو ته مو وړاندې کړې وای.

په هېواد د استعمار د تېري په مقابل کې د ملت  څلور سترې مبارزې زموږ د خلکو د ټاکنو د فداکاري، وطندوستي او نه ماتېدونکي عزم لويه شاهدي ده، چې انکار ترې نه شي کېدای.

د وطن، جوړول، د ټاکنو ترسره کول، د نظام پياوړي کول، د جنايتکارانو نيول چې پنځوس کاله مخکې د افغانستان د سترو او د قدر وړ لارښوونکو په همت او د افغان ملت د اردو او ملي فدا کارو لښکرو په قوت تر سره شو يوځل بيا د همدې مفهوم يوه بشپړه نمونه نن دلته وړاندې کېږي، چې هغه ټولټاکنې دې او عمل پرې و شي ترڅو نړيوالو ته هم دا خبره په ډاګه شي، چې افغان ملت هر څه کولای شي او په دې نور پوهېدلی، چې له جګړې څه نه جوړېږي او جګړه د افغانانو نه ده، په دوی هسې تپل شوې او بايد ځان ترې په هر قيمت چې کېږي خلاص کړي.

موږ د هغو لويو مېړنو نه هېرېدونکي خدمتونه، چې له پرديو سره د مجادلې په مخکيني صف کې واقع و او د دې خاورې د زامنو قرباني، چې د ټاکنو او آبادۍ په لاره کې يې په فطري مېړينتوب او آزادۍ غوښتلو سرونه ورکړي دي، د ستاينې او درناوي په نظر ګورو او د ټاکنيزې مبارزې د ټولو شهيدانو ارواحو ته نن ډېر درود استوو.

موږ بايد د ټولنې د تکامل، شرايطو او قانون سره سم علماً او عملاً د پلان له مخې د لوی خدای په مرسته او د خپلو خلکو په همکارۍ قدم په قدم د ټولنې د اقتصادي اجتماعي او سياسي ژوندانه د بنيادي تحولاتو د ترسره کولو لپاره په يوه غوره راتلونکي ټاکنيز نظام اقدام وکړو.

دا هغه ګډې وډې خبرې دي، چې د افغانستان خلکو ته  زما له خولې څخه اوزي  او زه هيله لرم، چې د لوی خدای په مرسته به زه او زما افغان ملګري د ژوند تر وروستۍ شيبې د دې و عدې ترسره کولو ته و فاداره يو چې د هېواد ناخوالې بيان کړو او جنګي جنايتکاران رسوا کړو.

 مګر حتماً به دا مهمه پوښتنه زموږ د خلکو او د نړۍ په عامه افکارو کې پيدا شي، چې موږ ولې خپلې کورنۍ او طبقاتي ګټې د ملي منافعو او د هېواد د محرومو طبقاتو د ګټو نه نه دي قرباني  کړي.

د دې پوښتنې څرګند ځواب دا دی، چې په وروستيو څلوېښتو کلونو کې د افغاني رژيم غير عادلانه او ضد ملي سياست او د هغه په مقابل کې د افغانستان د خلکو د ټولو طبقاتو په تېره بيا د وطن د منورينو څرګند عکس العملونه او همدارنګه د هغو چټکو تحولاتو کتنې چې په منطقه او نړۍ کې د خلکو د ترقۍ په ګټه او د استبداد ارتجاع او استعمار په زيان منځ ته راغلي د هېڅ وطن پرسته افغان وجدان ته اجازه نه ورکوي، چې د دې ټولو فجايعو په مقابل کې پټه خوله نور پاتې شي.

 مسؤليت د دې وطن د احساس له مخې داده، موږ څرنګه په خپله دې نيمګړې ليکنه کې اعلام وکړو چې (د وطن د راتلونکې نيکمرغۍ لپاره مو) (د جمهوري رياست ټاکنو او واقعي او معقولې ديموکراسۍ چې اساس يې د افغانستان د خلکو اکثريت ته په خدمت بنا وي) بيرغ اوچت کړو او د خلکو د پوره حقوقو د ترسره کېدو او د ملي حاکميت په اصل باندې د پـوره اعتراف په لار کې مو د خدای په مهربانۍ لومړی ګام اخيستی وي.

افغان ملت په دې ښه خبر ده، هغه پخواني اميدونه او هغه نيکې آرزوګانې چې پنځوس کاله مخکې په ښه نيت څرګندې شوې وې نه يوازې په نظر کې ونه نيول شوې، بلکې پخواني رژيمونه هم د محرومو طبقاتو د ښېګڼو او ګټو پرضد او د واقعي ديموکراسۍ او د هېواد د ترقۍ او وړاندې تګ په ضد عملي کړل، زموږ د ګران وطن افغانستان ځمکه نسبتاً زيات طبيعي منابع، حاصل خېزه خاوره، با استعداده او زيار اېستونکي خلک، لرغونی کلتور او تمدن لري، مګر زموږ د هېواد وضعه او د هغه د خلکو روزګار له دغو ټولو مساعدو عواملو سره سره د پخوانيو منسوخو رژيمونو د سلطې په وجه د خواشينۍ وړ دي.

د تېرو څلوېښتو کلو په موده کې په اقتصادي، اجتماعي او سياسي مختلفو برخو کې زموږ ټولنه سر ترپايه په يو کلک بحران اخته ده، چې اقتصادي پلانګذاري د اشخاصود ذهني امېلو تابع و نه ګرځېده، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره يې خپل لازم موثريت له لاسه ورکړ، د اقتصادي ودې حرکت سست شو او د پانګې تجمع منځ ته رانه غله. د اقتصادي انکشاف لپاره له يوه کال نه تر بله کاله پورې د دولتي پانګې اېښودلو حجم کم شوی دی، د صنايعو د منځ ته راتلو لپاره سپماوې او خصوصي پانګې جلب نه شوې.

د هېواد سياست، اقتصاد او فرهنګ په وروستيو څلوېښتو کلو کې د نفوسو د کلنۍ ودې د نرخونو د لوړوالي او د مخ په ترقۍ مشابه هېوادو د رشد په تناسب د دې په ځای چې يوګام مخکې کېږي شاته لاړ، همدغه درې ټکي دي، چې  زموږ هېواد ورسره ونه شو کولای پرمختګ  وکړي.

 د دې وضعې په نتيجه کې د هېواد په ملي عايد کې د ليدلو وړ زياتوالی  څرنګه چې د افغانانو هيلې دي رانه غی او له هغه څخه هم يوه زياته برخه هر کال د دې په ځای چې پانګه شي په غلطو لارو حيف و ميل کېږي.

 د هېواد اقتصادي زېر بنا او تاداو تر يوې اندازې پورې اېښودل شوی دی مګر له دغو مساعدو امکاناتو څخه د هېواد د اقتصادي تکامل او صنعتي کولو په ګټه  لازمه ګټه وانه خيستل شوه.

خلاصه دا چې په وروستيو څلوېښتو کلو کې په اقتصادي لحاظ زموږ په ټولنه کې عامه او تامه ګډوډي او بې بندوباري راغله او دې کار د هېواد اقتصاد د اور خولې ته بوته او د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي او اجتماعي ترقۍ د پوره کېدو موجب و ګرځېد.

د ژوندانه سويه، د سياست، اقتصاد او د فرهنګ او روغتيا سطحه زموږ په هېواد کې له بده مرغه په ډېره ټيټه نړيواله کچه  کې واقع ده. په وروستيو څلوېښتو کالو کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه سطحه  مرتبا ټيټه شوه او د ژوندانه لګښت ډېر شو، چې دروند او د تحمل نه وتلی بار يې هر کال ملا ماتوونکی شو، نرخونه په سر سام  ډول لوړ شول، مګر د دولت د ټيټې رتبې د مامورينو او مستخدمينو معاش او د کار ګرانو اجرت له حد نه تر اوسه پورې تجاوز ونه کړ.

په ټولنه کې فقر، بېکاري، تورې ورځې او مرګونو شدت ډېر موندلی دی، په خلکو کې ناروغتياوې تر پخوا زياتې شوې دي، پوهنې او ملي فرهنګ انحطاط وکړ، عدم مصؤنيت او د قانون عدم تطبيق په ټولنه کې حکم فرما شو، مطلق العناني او بې رحمو مستبدينو، متنفذينو او د لوړو رتبو مامورينو ظلم وستم ډېر شدت  موندلی دی،د دولت په دستګاه کې فساد زيات شوی او رسوايي ته رسېدلی دی. له بيت المال، ملي ثروت او د خلکو له جيب څخه غلا رواج شوې، اختلاس  رشوت، احتکار، قاچاق بري، تقلب او سود خوري ورځ په ورځ زياته شوې، له همدې امله د ژوند ساحه، چې زموږ د خلکو د اکثريت لپاره محدوده ده لا تنګه شوې چې څه وکړي؟

په روان سياسي حالت کې د دولت کورنی او بيا بهرنی سياست د سياسي فريب، تقلب او په چل او د عوامو د فريب پر بنسټ ولاړ دی. په راز راز تهديدونو او تحريکونو لاس پورې کوي، د زور سياست څخه کار اخيستل کېږي، د وحشت د منځ ته راوړو او د خلکو د بېلا بېلو طبقاتو په مقابل کې د تبعيض او امتياز پاللو سياست او د افغانستان د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو او بې نظمۍ سياست د جمهوري رژيم د استقرار او بقا شرط نن په دې ملت ګڼل کېږي.

د ارتجاعي ځواکونو تحريک او په وطن پالونکو باندې د دانګلو لپاره د هغوی د تش په نامه اصطلاحي ديموکراسۍ په پلمه او نامه د راتلو لپاره د هغو تشويق د پخواني  رژيم په کورني سياست کې بايد لوړ مقام ولري.

په خلکو باندې د خفه کولو او فشار اچولو سياست تحميلېدل، د زور ورو کسانو د ظلم تعدي او بې عدالتي دفاع  کېږي او د مظلومانو پوښتنه نن نه کېږي، چې د خلکو په تېره بيا د زلمي نسل په منځ کې په قصدي ډول فساد ته رواج ورکول کېږي.

دسيسې او ضد ملي تفرقې منځ ته راځې. د تش په نامه ديموکراسۍ څخه ناوړه سياسي استفادې کېږې او پارلمان د رژيم په ضد ملي اعمالو باندې د رايې ورکولو په يوه ماشين او د بيت المال د خزانې او د خلکو د جيبونو د لوټولو او تالا  کولو په يوه جنايتکاره دستګاه نن بدل شوی، چې بايد غم يې و خوړل شي.

د خلکوحقيقي حقوق او آزادي ورځ په ورځ سلبېږي او عملاً تر پښو لاندې کېږي. په هېواد کې د ځنګل قانون او زورګويي او خود سري حاکمه ده. د راتلونکي رژيم د سياست مشخصه بايد دا وي، چې د بېطرفۍ د سياست تر عمومي عنوان لاندې د ناوړه استفادې سياست مخه ونيول شي.

په بهرني سياست کې د ازاد قضاوت په باب خبرې کېدل خو د عمل په ډګر کې په هېڅ يوه اساسي مسئله کې د خلکو ازاد قضاوت ته موقع ور نه کړل شوه. دولت او د دوی بهرنۍ همکارې ډلې په خپل خارجي سياست کې رښتينی نه دی چې نن له طالب چارواکو، داعش او نورو افغان دښمنه ډلو سره د سولې په اړه مذاکرې وکړي. چل او تېر اېستل، سازش او چاپلوسي د دې سياست له ځانګړتياوو څخه ده.

د مظلومانو اسويلو او فريادونو او د خطر هغه زنګ، چې له هرې خوا څخه  د نظام په وړاندې غږول کېږي ونه کړای شول هغه مغرور رژيم د خپل وطن بدمرغه او له هلاکت نه ډک حال ته ملتفت کړي- نور د اصلاح هيله يو مخ شلېدلې ده او د دغسې ړندو  رژيمونو ړنګولو نه پرته بله لاره موجود نه ده، خو هغه بدمرغه او ګډوډ حالت چې له پخواني رژيم نه را پاتې شوی دی موږ ته يې ډېرې درنې وظيفې را په غاړه کړې دي.

د ژوندانه په ټولو سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي چارو کې ډېرې او لويې نيمګړتياوې شته چې بايد لرې شي، د کارونو په طريقو کې زيات نقصانونه ليدل کېږي، چې بايد اصلاح شي. د هېواد اقتصادي وضعه ډېره ورانه، ويجاړه او ګډه وډه ده. د خلکو په اجتماعي ژوند کې راز راز مشکلات شته دي. د دولت اداري دستګاه فوق العاده فاسده او زړه شوې ده. د ژوندانه په ټولو اړخونو کې اجتماعي بې عدالتۍ څرګندې دي، چې بايد د اصلاح لپاره يې زما په شمول ټول افغانان خپلې مټې راونغاړي.

ناداري او بېکاري، ناروغي او بېسوادي په جامعې باندې مسلطه ده. تبعيض او نه برابري ناوړې نتيجې ورکړې دي او په همدې توګه په لسګونو نور مشکلات شته دي، چې بايد حل شي او په سلګونو مهمې ملي وظيفې شته چې بايد تر سره شي.

مګر بايد وکتل شي چې آيا دا ټول مشکلات په يوځل حل کېدای شي او آيا هغه ټولې ملي وظيفې چې زموږ په وړاندې پرتې دي سملاسي سرته رسېدلی شي؟

د هغو يو شمېر هېوادونو تجربې چې په خپله اجتماعي او اقتصادي وده يې شروع کړې ده دا خبره تائيدوي، چې د پېړيو پېړيو وروسته پاتې کېدلو او د ټولو چارو د سملاسي سمون لپاره ډېره بېړه او هرې ممکنې او ناممکنې وسيلې ته لاس اچول د ماشومانو کار او يو بې نتيجې عمل دی. نو ځکه بايد د ټولنې د اصلاح او د خلکو د حالت د ښه کولو لپاره په ښه تدبير او ټينګو قدمونو په ژور سنجش او له امکاناتو څخه د اکثره حد تر درجې پورې د استفادې په بنا په کار پيل و شي. بايد ګام په ګام د عملي فعاليتونو ميدان پراخ او ارت کړی شي او مرحله په مرحله پرمختګ و شي.

موږ اوس په داسې مرحله کې يو، چې دغه پوښتنې مطرح دي. څه کولی شو؟ د کوم ځای نه بايد شروع وکړو؟ کومې خوا ته بايد لاړشو؟

دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره بايد له ټولو نه  مخکې اعلام وکړو، چې په اوسنۍ اوضاع او حالت کې د افغانستان د ځوان جمهوري دولت ستره او د ټاکنو د خپلواک کميسيون مهمه او ضروري دنده داده، چې بايد په هېواد کې د جمهوري رياست د ټاکنو بنسټ ټينګ شي، امنيت په پوره ډول و ساتل شي، قانون تطبيق او خوندي کړای شي، خو د افغانستان ټولو خلکو نه پرته له کوم توپير او امتياز څخه سالم د ډاډ وړ او ديموکراتيک شرايط برابرکړای شي.

 د افغانستان ملت غواړي، چې د هېواد په سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي نظام کې يو اساسي او ژور بدلون راشي. دولت به د پورتنيو ټکو په نظر کې نيولو او سرته رسولو له مخې او د هغو سره جوخت د اجرا کولو کوښښ وکړي.