کور / اقتصادي / په خوست کي د افغانيو پرته په نورو اسعارو راکړه ورکړه منع سول

په خوست کي د افغانيو پرته په نورو اسعارو راکړه ورکړه منع سول

سر له سبا څخه هیڅوک نه شي کولای، چې په خوست ښار کې له افغانیو پرته په نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه تر سره کړي.

نن ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازي، د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال ډګروال محمد شریف، د ولایت مقام د دفتر رئیس مطیع الله احمدزي، د خوست سرپرست ښاروال دلاور نوري او د افغانستان بانک د زون مسول معلم شاه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې سر له سبا هیڅوک نه شي کولای، چې په خوست ښار او ولسوالیو کې له افغانیو پرته په نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه تر سره کړي.

خوست امنیه قوماندان وویل : سر له سبا چې د ۱۳۹۸/۹/۲۶ نېټې سره سمون خوري د خوست شریفو ولسونو، هټیوالو او سوداګرو ته ابلاغ کوو، چې په خپله راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي، د تخلف په صورت کې به له قانوني جدي چلند سره مخامخ شي او بیا د شکایت حق نه لري.

د ملي امنیت مرستیال وویل چې د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په هدایت یوه ګډه کمیټه جوړه شوې، چې په کې امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت، څارنوالۍ او ولایت مقام استازي ګډوون لري او د افغانیو د ترویج په موخه به جدي هڅې کوي.

هغه وویل هر څوک چې  په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې بهرني اسعار وکاروي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانیو د ترویج په وړاندې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړي.

په مطبوعاتي ناسته کې د ولایت مقام دفتر رئیس مطیع الله احمدزي وویل چې ولایتي ادارې له مدني ټولنو، قومي مشرانو، علماکرامو، ځوانانو، ښاري اصنافو، ښاري اتحادیو او بېلابېلو شورګانو سره د افغانیو د ترویج په اړه ناستې کړي او په خوست ښار او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي برنامې پلې شوي.

هغه وویل چې د ولایت ملکي او نظامي رهبرۍ پریکړه کړي، چې د افغانیو د ترویج په اړه قانون پلی کړي او هغه کسان جریمه او د قانون منګولو ته وسپاري، چې د افغانیو له راکړې ورکړې څخه ډډه کوي او پر ځای یې بهرني اسعار کاروي.

ښاغلي احمدزي له خوستوالو وغوښتل چې په ښار او ولسوالیو کې د راکړې ورکړې پر مهال له خپلې ملي کرنسۍ افغانۍ څخه ګټه پروته کړي او نور باید بهرنیو اسعارو کارونې ته نه ووايي.

هغه د ولسونو ملاتړ او احساس وستایه او د نورې همکارۍ هیله یې ترې وکړه.

د یادولو وړ ده، له هغې وروسته چې خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په دې ولایت کې د افغانیو د ترویج پروسه پیل کړه او ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته یې امر وکړ، چې په خوست ښار او دخولي دروازو کې د هغو کسانو څارنه پیل کړي، چې په جیبونو کې بهرني اسعار لري او سمدلاسه یې ورته په افغانیو تبدله کړي.

د افغانیو د ترویج په اړه په عملي توګه په خوست ښار او ولسوالیو کې د ګډ کمیسیون لخوا هڅې پیل شوي او له ټولو خوستوالو غوښتنه کوو، چې له کمیسیون سره همکاري وکړي او په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي.