ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / شپږويشتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱: د (اهل هنود) عبارت استعمالول يو ښکاره تبعيض
په افغانستان کي د (اهل هنود) اصطلاح د افغانستان د سيکانو او هندوانو لپاره استعمالېږي. ما چي د دې عبارت په مانا پسي څو قاموسونه ولټول، نو (هنود) هند ته منسبوبه کلمه ده، هنود ياني (هندوستانی) او اهل هنود مانا د هندوستان اوسېدونکي خلک. څرنګه چي افغان سيکان او هندوان د افغانستان اصلي اوسېدونکي او اصيل افغانان دي، نو دوی ته د هندوستاني خطاب ښکاره تعصب او اصيل افغانان له ملته جلا کوي دي. د دې تر څنګ سيکان او هندوان په يوه نوم يادول هم اشتباه ده، ځکه چي د سيکانو دين جلا او د هندوانو دين جلا دی، د هندوانو دين ته (سناتن) او د سيکانو دين ته (خالصه) وايي، دا دينونه تر خپل منځ خورا ژور توپیرونه سره لري، مثلا هندوان مشرکين، خو سيکان موحدين دي، موحدین ياني د واحد لاشريک خدای (ج) عبادت کوي، خو د عبادت طرز يې جلا دی. سيکان پنځه بناوي لري چي ږيره او لنګوټه یې مهمي برخي دي، خو د هندوانو په دين کي ږيره او لنګوټه فرايض نه بلل کېږي. که څوک سيک ته د هندو خطاب وکړي، نو بده ورباندي لګېږي، ما څو سيکان ليدلي چي د هندو کلمه بده ورباندي لګېدلې ده. زما په نظر دې کلمې ته ګرسره ضرورت نسته، که چېري په ځانګړو مراسمو او خاصو ځايونو کي د دوی د اديانو نومونو يادولو ته ضرورت وي، نو بيا دي سيکان جلا او هندوان جلا جلا ياد کړل سي. دا چي دوی په افغانستان کي اکثره وخت يو ځای سره اوسېږي، دليل يې دا دی چي د دوی اديان تر خپل منځ مشترک ټکي لري لکه اسلام چي له ابراهيمي دين او عيسويت سره مشترک ټکي لري. بله خبره دا ده چي موږ د دوی لپاره خپل ولسي القاب لرو، هندو ته (لالا) او سیک ته (سردار صاحب) وایو، دا د احترام القاب دولت نه، بلکي ولس ورکړي او دا دود له پېړیو پېړیو راهيسي راپاته دی.
۲: د جګړې خصوصي کېدل او که جنګي ماموريت خصوصي شرکت ته سپارل؟
په دې وروستيو ورځو کي دا موضوع ډېره توده سوې ده چي امريکايان په افغانستان کي جګړه خصوصي کوي، که د دې جملې جوړښت او نظامي وضعيت ته پام وکړو نو جګړه نه ده خصوصي سوې، بلکي په افغانستان کي د ناټو يا امريکايانو جنګي ماموريت يوه خصوصي شرکت ته سپارل کېږي، مثلا که امريکايان په افغانستان کي خپل نظامي ماموريت د ملي اردو پر ځای د بلک واټر په نوم خصوصي شرکت ته وسپاري دا د جنګي ادارې خصوصي کېدل سوه، خو ماشيني خبريالانو، ميرزایانو او بې سواده ترجمانانو د انګليسي ژبي د (Privatization of war) عبارت ټکي په ټکي را ژباړلی دی. که څه هم دا عبارت په انګليسي ژبه کي روښانه مانا لري، خو په پښتو کي بيا دا مانا نه ورکوي. که د جګړې خصوصي کېدلو جمله سمه وبولو، نو ګورو چي جګړه بيا هم نه ده خصوصي سوې، ځکه چي د امريکا او افغانستان دولتونه د جګړې يو طرف بلل کېږي.
اووه ویشتمه برخه:
۱: رایه اچول، رايه استعمالول او که رايه ورکول؟
رايه اچول کېږي نه، بلکي ورکول کېږي. که څه هم رايه په فزيکي ډول يوه پاڼه ده چي د رايو صندق ته وراچول کېږي، خو دلته اصل هدف يوازي د رايي ورکولو پاڼه نه، بلکي د کانديد له پروګرام سره د رايه ورکوونکي موافقه، تعهد او ملاتړ يا هغه د خپل استازي په توګه غوره کول دي. خبريالان بايد د انتخاباتو په بهير کي د رايي فزیکي پړاو نه، بلکي د رايه ورکوونکي او کانديد تر منځ توافق او انتخاب ته پام وکړي. ځيني ميرزا ډوله خبریالانو بیا پاکستانۍ اصطلاح ټکي په ټکي ژباړلې ده، مثلا وايي: ((ما خپله رايه استعمال کړه)). حال دا چي رايه نه کومه وسله، نه کوم موټر او نه هم کوم بل مستقل فزيکي موجود دی چي څوک يې استعمال کړي.کله چي موږ چا ته رايه ورکوو، په حقيقت کي هغه ته واک ورکوو چي په ولسی جرګه کي زموږ استازيتوب وکړي، نو کله چي چا ته واک ورکوو، نو د (اچولو) پر ځای (ورکول) غوره کلمه ده، ځکه چي واک يو چا ته وراچول کېږي نه، بلکي ورکول کېږي.
۲: اوربند او که ډزبندي؟
د افغانستان په عسکري ټرمينالوژۍ کي د (اور) کلمه ډېره عامه او ښکاره تعريف لري. کله چي يو عسکري قوماندان خپلو عسکرو ته د جنګ پيل کولو يا بريد کولو قومانده ورکوي، نو نه ورته وايي چي ډزي وکړئ، بلکي ورته وايي چي( اور!) . نو کله چي جنګ د اور په کلمه پیل کېږي د بندېدلو لپاره یې هم د (اوربند) کلمه مناسبه ده. له لغوي پلوه هم د (اور) کلمه تر (ډز) پراخه ده، (ډز) اسم صوت ( د اواز غږ) ته وايي، هر ډز جګړه نه ده، خو په جنګي حالاتو کي (اور) د جګړې په مانا کارول کېږي چي ډز يې يوه برخه ګڼلای سو. د دې تر څنګ ولسی خلک هم د (جنګ) لپاره د اور کلمه کاروي. مثلا کله چي د دوو قبیلو، کورنيو يا دوو افرادو تر منځ جنګ پېښ سي، نو منځګړي وايي چي اول فلاني اوربل کړ، ياني اول فلاني جګړه پيل کړه، که څه هم په هغه جګړه کي به ډزي نه وي سوي، يو او بل به یې په سوټي، سوکونو، څپېړو يا لغتو سره وهلي وي، خو ولسی خلک هر ډول جګړې ته د اور نوم ورکوي، هغه څوک چي د جګړې اوږدول غواړي نو خلک وايي چي فلانی شخص، فلانۍ ډله يا فلانی دولت د جنګ اور ته لمن وهي، ياني د جنګ اور نور هم تازه کوي. که څه هم په يوه جګړه کي به (ناریه) يا باروتي وسلې نه وي استعمال سوي، خو اوس ولس (اور) د جنګ د سمبول په نوم منلی او پېژندلی دی، خو که د اوربند پر ځای ډزبندي ووايو، نو پوره وضاحت او صراحت نه لري، ځکه چي هر ډز د جګړې سمبول نه دی، افغانان د خوشالۍ لپاره هم ډزي کوي، آن دا چي اوس د ډيپلوماسۍ په ساحه کي هم ډزي کول د تشريفاتو او مېلمه پالني يوه برخه ګرځېدلې او د ځينو بهرنیو مېلنو په درناوي کي د توپ څو ډزي کېږي، نو په څلورو دلیلونو د اوربند کلمه تر ډزبندي غوره ده. يو دا چي د افغانستان په عسکري ټرمينالوژي کي منل سوې کلمه ده، دوهم دا چي ولس یې وايي، دريم دا چي په هر جنګ کي ډزي نه وي او څلورم دا چي ډزي د خوشالۍ او مېلمه پالنې لپاره هم کېږي.