کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف ملت ته وينا كوي، ښايي استعفا اعلان كړي

پروېز مشرف ملت ته وينا كوي، ښايي استعفا اعلان كړي


د پاكستان جمهور رئيس پروېز مشرف به ډېر ژر پاكستاني ملت ته په يوه تلوېزوني وينا كي راڅرګند سي.
پاكستانيان داسي اټكل كوي چي ښايي ولسمشر به په دې مهمه وينا كي له جمهوري رياست څخه د استعفا اعلان هم وكړي.
خو بلي خواته د ولسمشر مشرف وياند راشد قريشي وايي ښاغلى مشرف د استعفا پلان په خيال كي نه لري او دى به په قانوني توګه د پارلمان پوښتنو او نيوكو ته ځواب ووايي.