کور / تازه خبرونه / خوست: ځانمرګي ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واړيده

خوست: ځانمرګي ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واړيده

په خوست ولايت كې د ايساف ځواكونو پر نظامي اډه شوي ځانمرګي بريد كې درويشت كسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلي.


په جنوب ختيز زون كې د ايساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر لږ وړاندې خبر وركړ چې دغه بريد د نظامي اډې په لومړي لوى دروازه كې شوى په كومه چې افغان ځانګړي ځواكونه دنده لري.


د سرچينې په وينا په دې بريد كې چې د موټربم په وسيله تر سره شوى لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او پنځه لس تنه نور ټپيان شوي دې چې ټول ملكي وګړي دي.


په نوموړي نظامي اډه كې لسګونه افغان ملكي وګړي د عادي كارګرانو په توګه په دنده بوخت دي چې هره ورځ له همدې دروازې څخه د كار ځاى ته داخليږي.


د ايساف مطبوعاتي دفتر هم زياته كړه چې ډيره مرګ ژوبله همدې ملكي وګړو ته اوړيدلي ده.


دا مهال سيمه د ايساف ځواكونو لخوا محاصره شوي او هيڅوك سيمې ته نيږدې نه پريږدي.


ايساف  وايي چې د پيښې په اړه به نوره مالومات له روانو پلټنو وروسته په ډاګه كړي.