کور / راپور / د ترکیې ولسمشر امریکا ته د بندیزونو د نه لګولو خبرداری ورکړی

د ترکیې ولسمشر امریکا ته د بندیزونو د نه لګولو خبرداری ورکړی

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان امریکا ته خبرداری ورکړی چې په ترکیه باندې بندیزونه ونه لګوي.

اردوغان ویلي که امریکا په ترکیه باندې بندیزونه ولګول، دوی به اړ وي چې د ترکیې په سویل کې د امریکا دوه پوځي اډې وتړي، او امریکايې پوځیان له خپل هېواده وباسي.

اردوغان دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړی چې امریکایي چارواکو ترکیې ته ویلي که له روسیې یې ایس 400 توغوندي وپېرل، امریکا به پرې بندیزونه ولګوي.