کور / راپور / چارواکي : په کندهار کي ګڼ طالب وسلوال وژل سوي دي

چارواکي : په کندهار کي ګڼ طالب وسلوال وژل سوي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي په شاوليکوټ ولسوالي کي يې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وايي، چي په شاوليکوټ وسلوالۍ کي افغان ځواکونو د طالبانو پر پټنځايونو بريد کړی او شاوخوا ۲۵ طالب جنګيالي يې وژلي دي.

د چارواکو په خبره، د شاوليکوټ په باغ ده سره کلي کي يې د هوايي بريدونو په پايله کي ۷ طالب جنګيالي وژلي دي او د همدې ولسوالۍ په البک سيمه کي يې د طالبانو سره په مخامخ جګړه کي ۱۸ طالبان وژلي دي.

خو د حکومت د دغي ادعا په هکله طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.