کور / راپور / خوست کي د ملکي وګړو پر موټر ماين چاودني د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان شهيدان کړي دي

خوست کي د ملکي وګړو پر موټر ماين چاودني د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان شهيدان کړي دي

نن سهار د خوست ولایت په عليشيرو ولسوالي کي د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنه سوې او ګڼو کسانو ته چي ښځي او ماشومان هم پکښې دي مرګژوبله اړولې ده.

د خوست امنيه قومندانۍ وايي: “نن سه شنبه د راون لمریز کال د لېندۍ د میاشتې ۲۶ نېټه نن سهار ۵:۰۰ بجې  د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ ابوښانو خوړ سیمه کي د ملکي خلکو سراچه موټر پسې ماین چاونه سوې ده”.

د چارواکو په خبره، په دغه ماین چاودنه کي لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چي پنځه سړي،  دوه زنانه او درې ماشومان دي او د پېښي سیمې ته ملي پولیس رسیدلي یاد کسان یې انتقال کړیدي.

د خوست د والي وياند طالب منګل وایي: “چاودنه د ملکي وګړو په سراچه موټر باندي سوې، چي دوی غوښتل د چرګوټي سیمې څخه  لوګر ته د محمد علي په نوم د یو کس جنازې ته ولاړ سي، چې په لاره کي له دې وحشي پېښې سره مخامخ سول.”

په افغانستان کي د سړک غاړي ماين چاودني او هوايي بريدونه هر کال په زرګونوافغانانو ته مرګژوبله اړوي.