کور / راپور / د پاکستان يوې محکمې پروېز مشرف ته د مرګ سزا واورول

د پاکستان يوې محکمې پروېز مشرف ته د مرګ سزا واورول

د پاکستان يوې محکمې ددغه هيواد پخوانی لومړی وزير او د پوځ مشر پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې ده.

دغه فيصله نن د اسلام اباد په هايکورټ کي د دريو قاضیانو څخه د دوو په موافقه واورول سوه.

پر پروېز مشرف د قانون د ماتېدلو تور پوري سوی  او د محکمې د ثبوتونو له مخي نوموړي په زرګونو کسان وژلي دي.

پروېز مشرف دا مهال  د دوبي په يو روغتون کي تر درملني لاندي دی او داسي مالومېږي چي د هغه ناروغي اوږدمهاله او نه جوړېدونکې ده.

پر پروېز مشرف دا تور دی چي په ۲۰۰۷ کال کي يې قانون مات کړی او ګڼ کسان يې وژلي دي.

د نوموړي پرضد په ۲۰۱۳ کال کي مقدمه درج سوه، خو وروسته هغه په ضمانت د هيواد بهر پرېښودل سو.

د پروېز مشرف پر ضد د بلوڅ ملتپالو د مشر او د پخواني وزير اکبر بکټي د وژني مقدمه هم درج سوې وه، خو په دغه قضيه کي د بلوچستان حکومت پروېز مشرف بري کړ.