کور / د ماشومانو نړۍ / يونيسف: د افغان ماشومانو لپاره ۲۰۱۹ کال تر ټولو ډېر خونړی وو

يونيسف: د افغان ماشومانو لپاره ۲۰۱۹ کال تر ټولو ډېر خونړی وو

د ماشومانود ملاتړ اداره يونيسف وايي، چي ۲۰۱۹ کال په افغانستان کي د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه کال وو.

دغې ادارې په خپل يو تازه راپور کي ويلي دي، چي افغان جګړې د نورو کلونو په پرتله  روان کال کي د ډېرو ماشومانو ژوند اخيستی دی.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي د ۲۰۱۹ کال په لومړيو نهو مياشتو کي په اوسط ډول هره ورځ نهه افغان ماشومان وژل سوي او يا يې هم د بدن غړي پرې سوي دي.

د نوموړي سازمان اجرائیوي رئیسې هنريتا فوره، وویل: “د ۲۰۱۹م کال د افغانستان د ماشومانو له پاره په ځانګړي توګه وژونکی وو، ځانمرګي بریدونه او د حکومت له مخالفينو سره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکنۍ نښتې د دغو تلفاتو د رامنځته کیدو عمده عوامل دي”.

يونيسف په افغانستان کي د جګړې پر ښکيلو خواوو ږغ کړی، چي د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي او د ماشومانو د حفاظت په برخه کي دې پر خپلو بشري او نړیوالو مکلفیتونو او ژمنو عمل وکړي. دوی باید پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو بریدونه بند کړي او بشري مرستو ته دې لاره هواره کړي.