کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / اته ويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / اته ويشتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: د مړي د جنازې او فاتحې اعلان کول که د مړي د خپلوانو ليست خپرول؟

اعلان د فورم او ژانر له مخي د ژورناليزم په کورنۍ پوري اړه لري او په دې کورنۍ کي بيا د خبر فورم ته ورته دی. په معاصر ژورناليزم کي بايد د خبر معلومات د سرچپه هرم په ډول سره واوډل سي، ياني مهم معلومات د خبر سر ته راوړل سي او وروسته يي جزيات ياد سي. د مړي په اعلان کي خلکو ته لومړی دا مهمه ده چي څوک مړ سوی او څه وخت مړ سوی دی، بیا دا ټکی ارزښت ورته لري چي جنازه يا جسد يې چېري پروت دی، بيا دا خبره ورته مهمه ده چي څه وخت او په کومه هديره کي ښخېږي، خو زموږ خبريالانو ته د پېړيو پېړيو راهيسي دومره زوړ او ميرزايي فارمټ يا جوړښت ورپاته چي له نوي ژورناليزم سره بيخي اړخ نه لګوي. ميرزايان او د هغوی تقليد کوونکي د مړيني اعلان د هغه خپلوانو په لیست پيل کوي، په دې لیست کي د مړي د هر خپل (قريب) نوم، تخلص او وظيفه يادوي او په پای کي د مړي نوم يادوي. د ځينو مړو خپلوان دومره ډېر وي چي له سړي څخه مړی پکښي ورک سي، څوک نه پوهېږي چي څوک مړ او څوک ژوندی دی. زما په نظر اسانه او مسلکي لاره یې د سرچپه هرم په بڼه د معلوماتو اوډل دي. بايد اول د مړي نوم او بيا د مړي د ښخولو ځای او وخت ياد سي، تر هغه وروسته دي د مړي د خپلوانو لیست خپور سي. د خپلوانو يادونه له دې امله ضروري ده چي يو د مړي خپلوان خبر سي او بل لوستونکي يا اورېدونکي مړی د هغه د خپلوانو په مرسته وپېژني. څرنګه چي مخکي مي وويل د مړي اعلان د خبر ژانر ته ورته دی، نو بايد سرليک يا لیډ هم ولري، د بېلګې په ډول د مړي اعلان په دې ډول ليکولای سو:

جنرال احمدالله احمدزی نن سهار لس بجې په کابل کي وفات سو

————————————————————

د ارواښاد د جنازې پته: د ارواښاد خپل کور، نعيم کوچی پلازه، څلورم منزل، شلم نمبر کور، د افشارو کوڅه، خوشال خان مېنه، کابل

هديره: شهدای صالحين، کابل

وخت: سبا ماپښين دوې بجې

خپلوان:

الف: ……. زامن

ب: …….. لوڼي

ج: …….. وروڼه

د: ……..زومان

ه: نور خپلوان: …..

د اعلان سرلیک د مړيني په کيفیت پوري اړه لري، که چا وژلی وي او مرګ یې سپېڅلی بولو نو شهيد ورسره لیکلای سو، که د کومي حادثې يا ناروغۍ له امله مړ سوی وي، نو وفات ورته ويلای سو. څرنګه چي اوس وخت کم دی او خلک د اوږده متن د لوستلو لپاره وخت نه لري، نو دې ټکي ته ضرورت نسته چي د ورپېښي ناروغۍ له امله وفات سو او يا د وطن د دښمنانو له خوا په بې رحمانه ډول ووژل سو، زما په فکر دا معلومات کفايت کوي چي سړی مړ سوی او که وژل سوی دی. هغه څوک چي د مړ سوي يا وژل سوي شخص په اړه نور معلومات غواړي د جنازې او فاتحې پر وخت يې د هغه له خپلوانو څخه پوښتلای سي.

د فاتحې اعلان هم په دې ترتيب لیکلای سو:

د ارواښاد جنرال احمدالله احمدزي د فاتحې اعلان

———————————————-

الف: د نارينه وو لپاره د فاتحې ځای: کويټي مسجد، خوشال خان مېنه

ب: د ښځينه وو لپاره د فاتحې ځای: د ارواښاد خپل کور

ج: وخت: د عقرب اووه ويشتمه نېټه، د شنبې ورځ، له يوې تر دریو بجو پوري.

نهه ويشتمه برخه:

۱: تر وخت مخکي ودونه که د ماشومانو ودونه؟

انسان تل د مکان تر څنګ په زماني چوکاټ کي ژوند کړی دی. د انسان داسي څه نه دي ياد چي وخت دي نه و. ځمکه د شمسي نظام يوه برخه ده او د ځمکي له څرخېدو څخه وخت پيدا کېږي. د ځمکي ګرځېدلو مقياسي واحدونه خپل اجزا او اضعاف لري چي له (پيکو ثانيه) څخه نيولې بیا ټريليون کلونو پوري خپل ځانګړي نومونه لري. ميرزا ډوله خبريالانو او ليکوالانو له دري څخه د (ازدواج قبل از وقت) بې مانا جمله ټکي په ټکي راژباړلې ده. نور په دې پسي نه دي ګرځېدلي چي خلک يې وايي او په مانا يې پوهېږي که نه؟ داسي ښکاري لکه ځينو رسنيو چي ولس هېر کړی او يوازي د نورو رسنيو لپاره مطالب خپروي. دا جمله هم په پښتو او هم په دري کي مانا نه لري. دا جمله يو حقوقي مفهوم افاده کوي، که يې له حقوقي پلوه وڅېړو، نو د هر حق لپاره په ملي او نړيوالو قوانينو کي د عمر اندازه ټاکل سوې ده، مثلا د يونيسف په قانون کي تر اتلس کلنۍ پوري ټول انسانان (ماشومان) بلل کېږي او تر دې عمر وروسته د ځينو حقونو واک درلودای سي لکه د واده حق. د افغانستان په مدني قانون کي د واده لپاره د ښځي عمر شپاړس او د نارينه عمر اتلس کاله ټاکل سوی دی. تر وخت مخکي ودونه جمله نه مانا لري، نه ولسي ريښه لري او نه له قوانينو سره اړخ لګوي.

۲: تر څېړني لاندي نيسم او که يې څېړم؟

دا جمله هم د دري له (تحت بررسی قرار ميگيرم) څخه ټکي په ټکي راژباړل سوې ده. لومړی مي داسي فکر کاوه چي دا جمله به ميرزايانو پښتو ته راژباړلې وي، خو څو مياشتي مخکي مي د يوه داسي مشر ژبپوه په مقاله کي وليده چي هم ځان ته د معاصري ژبپوهني بنسټګر او هم د ژبپوهني خاتم النبیاء وايي. ما تر اوسه د هيڅ يوه پښتانه له خولې نه دي اورېدلي چي وايي دا موضوع تر څېړني لاندي نيسم، ټول پښتانه وايي چي زه دا خبره څېړم، زما سره يې مه څېړه! ما دا موضوع وڅېړله، څېړم يې، و به يې څېړم …

۳: وزن کمول او که ډنګرول؟

موږ په پښتو کي د چاغ او ډنګر صفات لرو چي ډېر عام دي او روښانه مانا لري. خلک وايي چي (احمد چاغ سوی دی)، (محمود ډنګر سوی دی)، خو د وزن کلمه عام خلک نه وايي او هيڅ ولسي ريښه نه لري. ډېر وزن د لوړ شخصيت مانا هم لري، د بېلګي په ډول خلک وايي چې (احمد ډېر دروند سړی دی). دلته له درانه څخه هدف وزن نه، بلکي د احمد لوړ شخصیت او ښه اخلاق دي. دغه ډول خلک وايي چي ( سدو ډېر سپک سړی دی). هدف يې دا نه وي چي سدو ډنګر سړی دی، بلکي دا مانا لري چي سدو لوړ شخصيت او ښه اخلاق نه لري، رحمان بابا وايي:

څوک به سپک څوک به درانه راپسي وايي

زه رحمان په سپکو سپک په درنو دروند يم.

د چاغ او ډنګر صفات يوازي د ژونديو موجوداتو لپاره استعمالېږي، خو د (وزن) کلمه د غير ساکښو (غير حيه) موجوداتو لپاره هم راتلای سي، مثلا موږ وايو چي ( دا بار دروند يا سپک دی)، خو داسي نه سو ويلای چي دا (بار چاغ يا ډنګر دی).

۴: دوه زره اتلسم کال مو تر شا پرېښود او که دوه زره اتلسم کال تېر سو؟

دا جمله هم ټکي په ټکي له دري څخه راژباړل سوې ده. په دري کي وايي: (سال دو هزار و هجده را پشت سر گذاشتيم). دې ژباړي هم جمله بې ضرورته اوږده کړې، هم يې مانا ګونګه ده او هم ولسي ريښه نه لري، د ميرزا ډوله خبريالانو او لیکوالانو په خبره د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي شتون نه لري!؟، دې اوږدې او مصنوعي جملې ته ګرسره اړتيا نسته، ټول پښتانه وايي چي: (دوه زره اتلسم کال تېر سو).