کور / راپور / زلمی خليلزاد د سولي د خبرو په پروسه کي کابل ته راغلی دی

زلمی خليلزاد د سولي د خبرو په پروسه کي کابل ته راغلی دی

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی او دلته يې د افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.

د ولسمشر غني مرستيال وياند وايي، چي خليلزاد نن چهارشنبه په ارګ کي د ولسمشر غني سره وکتل او د سولي په هکله يې بحثونه وکړل.

تېره اونۍ په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري پيل سوې، خو پر بګرام هوايي اډې د طالبانو له بريد وروسته دا خبري بېرته وځنډېدلې.