کور / راپور / د استاد اکبر کرګر د فلسفي او داستاني اثارو مخکتنه وسوه

د استاد اکبر کرګر د فلسفي او داستاني اثارو مخکتنه وسوه

لندن ادبي بهیر دهیواد د وتلي فلسفي او داستاني اثاو د نوښتګر لیکوال استاد اکبر کرګر د دریو تازه چاپ شویو کتابونو د وخت ضرب که د ژوند کرب، پښتو شعر او تیر آرمان او بایزید روښان او اشراقي معرفت د کره کتنې او دهغه د خدمتونو د قدردانۍ غونډه وکړه.

غونډهد قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، چې وروسته هر یوه عطایي ملا د ټیلفون له لارې د امریکا له متحده ایالاتو، عبدالله میاخیل، نظیف الله تکل، افضل ټکور، سلیم حیات، رضاء محمدي، عبدالوکیل سوله مل شینواري او نورمحمد سلطاني د استاد کرګر په ژوند،فن او اثارو خبرې وکړي، او دهغه اثار او تحقیق  یې د پښتو په څیړنیز ادب کې یوه نوی څیړنه وبلله.

ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې کرګر صاحب یو له هغو لیکوالو دی چې د نوښت څخه ډک مضامین څیړې او تحقیق پرې کوي او همدا دده ځانګړنه ده. دوی زیاته کړه  استاد کرګر غواړي چې په خپلو تازه موندنو خپل پخواني څیړنې بشپړې کړي چې تر ډیره پدې چاره کې بریالی دی.

د استاد کرګر میرمن کوچۍ استاد یو وطن دوست او په وطن مین شخص یاد کړ او زیاته یې چې جلا وطنۍ او د وطن غم او درد یې ځوروي.

استاد کرګر د غونډې له جوړونکو او ګډون کوونکو مننه وکړه او ویې وویل چې دې ځکه په روښانیانو متمرکز دی او غواړي چې څیړنه او لیکنه پرې وکړﺉ، ځکه چې په باور یې روښان مونږ ته هویت راکړی، او نوموړی لومړنی سړی وو چې په خپله ساده ژبه یې خپلو خلکو ته کتاب ولیکه تر څو خلک پدې وپوهوي چې دوی څوک او څه هویت لري.

دغه غونډه د لندن په لویدیځ سوتحال کې کاروان رستورانت کې جوړه شوې وه