کور / راپور / د بشر د حقونو اداره: د پروېزمشرف سره دي د نورو جرمونو حساب کتاب هم وسي

د بشر د حقونو اداره: د پروېزمشرف سره دي د نورو جرمونو حساب کتاب هم وسي

د بخښني نړيوال سازمان وايي، چي د پاکستان د پوځ د پخواني مشر پروېز مشرف سره دي  د ټولو جرمونو حساب وسي او هغه دي عدالت ته راکش سي.

دغه سازمان وايي، چي پروېز مشرف په خپله واکمني کي په زرګونو کسان وژلي، لادرکه کړي دي.

د غه ادارې په خپل تازه راپور کي ويلي : “د پروېز مشرف سره دې د هغه د حکومت  د غېر عدالتي وژنو، په زوره د بې درکه کولو، تشدد، په غېرقانوني بندي خانو کي ساتنو، په ولکه کي د بندي خلګو د وژنو، په جعلي مقابلو کې د وژنو او بشري حقونو د سرغړونو ترڅنګ دي د سياسي مخالفينو، بشري فعالانو، مدني ټولنې او مشکوک وسله والو حساب دې هم ورسره وسي”.

اېمنسټي انټرنيشنل زياته کړې چي “څوک هم د قانون څخه لوړ نه دی او دا خبره د ډاډ ده چي په پاکستان کي تاريخ جوړ سي چې د پوځي جرنېلانو لپاره هیڅ مراعات نسته”.

اېمنسټي انټرنيشنل ويلي “د پروېز مشرف په نهه کلنه واکمنۍ کي د پاکستان امنيتي ځواکونو د وژنو، د خلکو د بې درکه کولو د بشري حقونو او سياسي مخالفينو ترڅنګ نور جرمونه او سرغړونې کړي دي”.

د پاکستان ځانګړي محکمې تېره ورځ پروېز مشرف ته د مرګ سزا واورول.