کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/دېرشمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/دېرشمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: له خلکو اخاذې که له خلکو ناقانونه پيسې اخيستل؟

څرنګه چي په افغانستان کي له تېرو څلوېښتو کالو راهيسي په لويو لارو کي وسله وال خلک له سوداګرو او عامو مسافرو څخه ناقانوني پيسې اخلي، نو د (اخاذې) کلمه هم په رسنيو کي ډېره پورته کښته کېږي. دا کلمه د ګمرکي مامورينو له خوا دود سوې او ميرزا ډوله خبريالانو او لیکوالانو پښتو ته هم راګډه کړې ده. اخاذې عربي کلمه ده چي له يو چا څخه باج يا په زور د پيسو يا جنس اخیستلو ته وايي. د اخاذې کلمې لوی عيب دا دی چي ولسي ريښه نه لري او عام خلک یې په مانا نه پوهېږي. که څه هم باج اخیستل تر اخاذې ډېره عامه کلمه ده، خو غوره دا ده چي د اخاذي پر ځای: ((ناقانونه پيسې اخيستل) ووايو.

۲: ملي سوداګر چا ته ويل کېږي؟

کله چي يو سوداګر د خير ښېګڼي کار وکړي، مثلا د يو لیکوال کتاب ورچاپ کړي، نو خلک یې د غوړمالۍ په نيت ملي سوداګر بولي. حال دا چي د (ملي) کلمې ته هيڅ اړتيا نسته، سوداګر سوداګر دی، ملي او غير ملي نه لري. البته د سوداګرۍ د مسير له مخي سوداګري پر دريو برخو وېشلای سو. لکه محلي سوداګر، ملي سوداګر او نړيوال سوداګر. محلي دا مانا چي په يوه ولایت کي دننه سوداګري کوي. ملي سوداګر په ټول هيواد کي سوداګري کوي او نړيوال سوداګر بيا له هيواده دباندي سوداګري کوي، خو دا د صداقت او خواخوږۍ معيار نه دی چي څوک ډېري پيسې لري، نو تر محلي سوداګر به له وطن او ملت سره ډېره خواخوږي ولري. ځيني اقتصاد پوهان وايي چي ملي سوداګر هغه چا ته ويل کېږي چي پر ملي ارزښتونو باور ولري، پيسې يې حلالي يا سپيني وي، په هيواد کي دننه يې په ګټه اچولي وي او ملت ته يې خير رسېږي، خو ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان داسي سودخواره هم ملي سوداګر بولي چي پيسې يې د غلا له لاري پيدا کړي وي، حکومت ته ماليه او بېوزلو خلکو ته زکات نه ورکوي او د پيسو ډېره برخه يې له هيواده دباندي ایستلې وي.

۳: قاچاق وړونکی؟ قاچاق کوونکی او که قاچاقچي؟

قاچاق وړونکی د دري د (قاچاق بر) ټکي په ټکي ترجمه ده، خو (قاچاق کوونکی) ساده کلمه ده او ولسي رنګ لري. (قاچاقچي) ترکيب که څه هم په خوله کي سره مروړل کېږي، خو ګرامري جوړښت يې پښتو او ولسي دی. موږ په پښتو کي ډېر فعلونه لرو چي د (چي) وروستاړي په ورزياتولو سره فاعلي صفت ځني جوړېږي لکه ډولچي، آتڼ چي، مرکه چي، توپچي، جارچي او داسی نور، نو په پای کي ويلای سم چي (قاچاق کوونکی) ساده او روان ترکيب دی.

۴: ملیت که قوم؟

که څه هم دا موضوع ډېره څېړل سوې ده چي د (قوميت) لپاره د (ملیت) کلمه سمه نه ده، خو دا چي اوس يې هم ځيني خلک په غير شعوري ډول کاروي نو لازمه ده چي په لنډ ډول يې بيا يادونه وکړو. په پخواني شوروي اتحاد کي د (قوم) لپاره د (مليت) کلمه کارېدله چي وروسته د ايران چپيانو فارسي ته ترجمه کړه او بيا د افغان کيڼ اړخو سياستوالو او ميرزايانو پر لاس له ايران څخه افغانستان ته راغله. په پخواني شوروي اتحاد کي هغه مهال دې کلمې کره او واضح مانا درلوده، ځکه شوروي اتحاد له قومونو څخه نه، بلکي له ملتونو څخه جوړ سوی و، هر ملت یې پخوا مستقل هیواد و چي مستقله جغرافیه، مستقل تاریخ او مستقل فرهنګ یې درلود او په دې اتحاد کي هم ډېرو ملتونو خپل پخوانی رنګ ساتلی چي بيا وروسته د هماغو ملي ارزښتونو او جغرافیايي پولو پر اساس له شوروي اتحاد څخه جلا او اوس خپلواک هيوادونه دي، خو په افغانستان کي قوم ته ملیت ويل اشتباه ده، ځکه افغانستان يو ملت لري چي له بېلابېلو قومونو څخه جوړ دی. ملیت د (نشنلیټي) مانا ورکوي، ياني د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته ويل کېږي. ملت له قومونو، قومونه له خېلونو، خېلونه له پښو يا څانګو او څانګي له کهول یا کورنيو څخه جوړ دی. مثلا د احمد ملت افغان دی، قوم يې پښتون دی، خېل يې درانی دی او په دراني کي پوپلزی دی. د دې کلمې اصلي مانا هغه مهال سړي ته ورمعلومېږي چي له هیواده دباندي سفر وکړي. که موږ له هيواده دباندي د افغان پر ځای ځان ته تاجيک، ازبک، ترکمن يا قزاق ووايو، نو هغوی به مو د تاجيکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان اوسېدونکي وبولي، خو که ځان ته افغان ووايو هغوی ډېر ژر پوهېږي چي موږ د افغانستان اوسېدونکي يو. که غواړو چي په افغانستان کی دننه يو بل وپېژنو نو بيا د قوم پوښتنه کېږي. ځيني داسي قومونه سته چي په يوه هيواد کي قوم او په بل هيواد کي د ملت نوم دی. مثلا ترکمن په افغانستان کي د قوم نوم دی، خو په ترکمنستان کي د ملت نوم دی. ځيني هيوادونه که څه هم د اکثریت قوم په نوم يادېږي، خو هلته بيا قوم نه، بلکي ملیت بلل کېږي، ياني د هيواد ټولو هغو خلکو ته ویل کېږي چي په يوه سياسي جغرافیه کي په خپله خوښه ګډ ژوند سره کوي.

يودېرشمه برخه:

۱: قاتل په تېښته بريالی سو که قاتل وتښتېد؟

د پورته جملې لومړۍ بڼه دا مهال په رسنيو کي خورا ډېره کارول کېږي، خو دوې لويي نيمګړتياوي لري. یو دا چي ولسي ريښه نه لري، ياني عام، کلیوال او نالوستي خلک يې نه وايي، ځيني ولسي خلک که يې وايي، نو هغوی د رسنيو تر اغېز لاندي راغلي دي. دوهم عيب يې دا دی چي جمله بې ضرورته اوږده سوې ده. که د خبریالۍ له پلوه ورته وګورو عيب يې دا دی چي موږ د غله پلوي کوو او له قانون څخه د هغه تېښتي ته برياليتوب وايو، عام خلک وايي چي (غل وتښېد). ما چي څومره پام ورته کړی په اردو کي ژبه کي دا جمله په همدې بڼه کارول کېږي، مثلا وايي چي (قاتل فرار ہونے میں کامياب ہوګيا)، نو کېدای سي چي د جملې دا ډول جوړښت پښتو ته له اردو ژبي څخه کټ مټ راژباړل سوې وي.

۲: نشه يي مواد کارول که نشه کول؟

د نشه يي موادو هر ډول استعمال په پښتو کي جلا نوم لري، لکه چرس، سګرېټ او چيلم څکول کېږي، شراب څښل کېږي، د خولې او پزي نسوار کېږي او داسي نور، خو عمومي نوم يې (نشه کول) دی. فاعل يې هم ځان ته خپل نوم لري لکه نسواري، چرسي، شرابي، پوډري او داسي نور، که هدف مو فعل وي نو بيا ولس (نشه) وايي. مثلا وايي فلانی نشو لېونی کړ، ډېرو نشو يې اعصاب ورخراب کړه، دغه ډول يې صفت هم (نشه) بولو، مثلا وايو چي فلانی نشه سو، نو په لنډ ډول ويلای سو چي د مخدره موادو، اعتياد او معتاد لپاره ولس د (نشه يي موادو، نشه، نشه يي) کلمې وايي او عام خلک ورباندي پوهېږي. که څه هم دا کلمه سوچه پښتو نه ده او په نورو هندو اروپايي ژبو کي هم ويل کېږي، خو دا کلمات اوس په پښتو کي عامي سوي او هر لوستی او نالوستی سړی يې په مانا پوهېږي.

۳: د احمد روغتيا اوس ښه ده که احمد اوس روغ دی؟

ښاري خلکو او ميرزا ډوله خبريالانو د دري ژبي دا جمله کټ مټ پښتو ته راژباړلې چي وايي: (صحت احمد فعلا خوب است)، خو ما تر اوسه پوري له ولسي، عامو، نالوستو او کلیوالو خلکو له خولې نه دي اورېدلي چي ووايي د احمد روغتيا اوس ښه ده، هغوی لنډ وايي چي احمد اوس روغ دی، احمد اوس جوړ دی، احمد اوس ښه دی.

۴: روان کال که سږکال؟ تېر کال که پروسږکال؟

ولس د کال لپاره خپل ولسي قيدونه لري، لکه سږکال، پروسږکال، وړم کال، لات وړم کال. ياني روان کال، يو کال مخکي، دوه کاله مخکي او درې کاله مخکي، نو چي خپل روان، ولسي، عام فهمه، لنډ او لرغوني زماني قيدونه لرو، ولي يې ايسته کړو او پر ځای يې د دري ژبي (سال جاری) او (سال ګذشته) قیدونه پښتو ته راوژباړو؟