کور / راپور / د امريکا ولسي جرګې ټرمپ استحضار کړ

د امريکا ولسي جرګې ټرمپ استحضار کړ

د امريکا ولسي جرګې يا کانګرس د ولسمشر ټرمپ د استيضاح دواړې مادې تصويب کړې او په دې سره ټرمپ د سنا جرګې ته د پښتنو لپاره وربلل کېږي.

پر ډونلډ ټرمپ دوه شکمن تورونه سته چي يو يې د واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه او بل يې د ولسي جرګې په چارو کي د خنډونو رامنځ ته کول دي.

اوس به د نوموړي د استيضاح موضوع د مشرانو جرګې يا سنا ته ځي، که چيري هلته پر نوموړي دا تورونه تثبيت سي، نو ټرمپ به له واکه ليري سي. خو داسي مالومېږي چي دا کار به ونه سي، ځکه په سنا کي د ټرمپ ملاتړي اکثريت دي او د هغه پرضد به رايه ورنه کړي.

دا د امريکا په تاريخ کي دريم ځل دی چي ولسمشر استيضاح کېږي. له ټرمپ وړاندي بل کلنټن او اندروجانسن هم استيضاح سوي وه.