کور / راپور / د لادرکه خلګو وکيل پاکستاني رياست لادرکه کړی دی

د لادرکه خلګو وکيل پاکستاني رياست لادرکه کړی دی

انعام الرحيم چي په پاکستان کي يې د لادرکه خلګو دوسيې څېړلې او د هغو په پيدا کولو کي يې مرسته کول، د ډسبمر پر ۱۷ نېټه د پاکستاني رياست لخوا پورته سوی او تراوسه لادرکه دی.

انعام الرحيم چي د پاکستان د پوځ يو سرتېري هم پاتي سوی، د خپل تقاعد څخه وروسته يې د وکالت دندي ته مخه کړل او د ورکو سويو کسانو د کورنيو سره د هغوی په لټون کي مرسته کول.

د نوموړي کورنۍ وايي، چي د تورو ښيښو موټرانو کي خلګ راغلل او هغه يې د ځان سره بوتلو.

د وکیل انعام الرحیم زوی حسنېن انعام وايي، نیمه شپه یې پلار وسله والو د کور له مینځه یوړ.

“د شپې ۱۲نېمې بجې هغوی کور ته راننوتل. اول یې د کور ټلې ووهله، چې دروازه مو خلاصه کړه، خلګ کور ته راننوتل، هغوی د ډبل سیټونو ولا ګاډو کي راغلي وه. نېغ زما د پلار د خوب کوټې ته ورغلل او هغه یې د ځان سره بوتلو. د ټولو سره وسله وه او هر یوه توره وردۍ اغوستې وه”

د پاکستان استخباراتي ادارو په لسګونو زره بې ګناه کسان لادرکه کړي او وژلي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ يوه مهمه غوښتنه همداده چي د لادرکه پښتنو په هکله دي مالومات وسي او کوم پوځيان چي په دې پېښو کی ککړ دي بايد عدالت ته وړاندي سي، خو پاکستانی رياست ددې غوښتنو سره سخت مخالفت کوي.