کور / ترخې خبري / بې مسؤلیته او کرکجنې څرګندونې 

بې مسؤلیته او کرکجنې څرګندونې 

لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زیارمل

هېوادونه هغه وخت پرمختګ کولی شي،‌ چې هلته د نفاق او تعصب مخه د قانون له مخې د متعصبینو پر مخ وتړل شي. کنه په هر ټولنه کې متعصبین او کرکجن خلک شتون لري. دا ادعا تر ډېره سمه ده چې وايي، چېرې چې انسان شته هلته به تعصب او کرکه هم موجوده وي. لویدیځ د قوانینو د تطبیق په مټ پرمختګ کړی، د هر څه لپاره قوانین لري او څوک چې ور څخه سرغړونه کوي بیا دې ته نه ګوري چې دا کس څوک دی. همدا قوانین دي چې د خلکو تر منځ یې د ټولو کرکجنو څرګندونو مخه ډب کړې او نه پرېږدي چې څوک قوانین مات کړي.

په وروسته پاتې ټولنو کې بیا حالت بل ډول دی، هلته اکثره قوانین یوازې په کمزورو خلکو تطبیق کېږي او زورور همېشه ترې ځان مستثنی بولي همدا علت دی چې ټولنه مخته نه ځي بلکې د ټولنې پر ځای یو څو زورور پرمختګ کوي او بیا خپلې سرمایې چې د زور او ظلم له لارې یې راټولې کړې وي نورو پرمختللو ټولنو ته وړي او هغوی ته د مالیې د ورکولو په څنګ کې د هغو هېوادونو ټولو قوانینو ته غاړه ږدي.

متاسفانه، زموږ د قانون جوړولو د مرجع یو غړی را پاڅېږي او داسې خبرې کوي چې ټول منل شوي قوانین ماتوي او په ډېره سپین سترګۍ سره د خپلو خلکو تر منځ د نفاق او کرکې د زیاتولو هڅه کوي او نور همصنفیان یې چې دغه قوانین یې تصویب کړي دي هغه ته په رډو سترګو ګوري او څه نه وايي. دا سمه ده چې د پارلمان غړیتوب به موقتي مصؤنیت ولري خو د پارلمان داخلي طرزالعملونه ولې په دې برخه کې ښکاره ماده نه لري چې د متعصبینو او کرکجنو خلکو ته د دې اجازه ور نه کړي چې په دې حساس وخت کې د ملت جوړونې پرضد د یو او بل توهین وکړي. داسې کسان باید وپوښتل شي چې له دې څرګندونو څخه یې هدف څه دی؟ د دې څرګندونو ګټه څه ده چې د خلکو تر منځ کرکه او نفرت ته لمن وهې؟

غزنویانو به په خپل وخت کې ډېر څه کړي وي خو له دې ښاغلي(!) چا دا پوښتنه نه ده کړې چې تا پخپله څه کړي دي؟ دا نه چې د غزني ولایت پورې اړوند یې او له نوم پورې دې هم (غزنوي) تړلی دا ستا نوم د هر څه لپاره دوا کېدای شي؟ داسې نه ده چې ته فکر کوې. له ځانه دې دا پوښتنه کړې چې تر کومه به پر پخوانیو افتخاراتو پایې؟ ويښ شه! شاوخوا دې وګوره چې خلک په څه بېوزلۍ کې ژوند کوي او له څه شي څخه کړېږي؟ نور ملتونه څه کوي او ته لا تر اوسه پر پخوانیو افتخاراتو باندې شخوند وهې. په غزني ولایت کې ماشومان ښوونځي نه لري او میندې د ولادت پر وخت مړې کېږي ځکه چې صحي کلینیکونو ته لاسرسی نه لري، د هغوی غم خوړل پکار دي، نه دا چې نورو ته طعنې ورکړې چې چا څه کړي او چا نه دي کړي. دغه بې مورده څرګندونې هیڅ ګټه نه کوي، که فرضاً ګټه کوي هغه به هم تا ته ګټه کوي ځکه چې په دې کرکجنو څرګندونو دې د دښمن پلوي کړې او مزد به دې هم ترې اخیستی وي.

په پای کې، ولسي جرګه باید په خپل داخلي طرزالعمل کې دا ماده زیاته کړي چې له دې وروسته به د ولسي جرګې هیڅ غړی ته اجازه نه ورکوي چې د دې جرګې غړیتوب ولري څوک چې د ملت جوړونې پر ضد او یا هم د یو قوم او یا بل قوم پر ضد له کرکې او تعصب څخه ډکې څرګندونې کوي. ولسي جرګه د ملت کور دی او له دې دریځ څخه باید د ملت جوړونې لپاره کار واخیستل شي نه دا چې څو خرڅ شوي کسان د خپلو پوچو څرګندونو په وسیله دغه پروسه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کوي. د هېواد لویه څارنوالي هم باید په داسې مواردو کې پټه خوله پاتې نشي بلکې د قوانینو په رڼا کې د هر ډول تعصب او کرکې مخه ونیسي.