کور / اقتصادي / په افغانستان کې ټاپي پروژې ته د پېښېدونکي زیان لګښت ترکمنستان پر غاړه اخلي

په افغانستان کې ټاپي پروژې ته د پېښېدونکي زیان لګښت ترکمنستان پر غاړه اخلي

  ترکمنستاني چارواکي وایي، له افغانستان څخه د ټاپي پروژې تېرېدونکې نللیکې ته چې هر ډول زیان واوړي، بیه يې دوی پرې کوي او جوړوي یې.

پاکستاني رسنۍ وایي، تر دې وړاندې پاکستان او ترکمنستان ددې بیې پرې کولو اړوند د نظر اختلاف درلود؛ خو اوس يې هوکړه کړې، د جګړو او نښتو له امله که د ټاپي پروژې نللیکې ته زیان اوړي، دوی به یې جوړوي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ټینګار کړی و، چې د ترکمنستان له پولې راوتلې بیا د پاکستان تر خاورې پورې د ټاپي نللیکې د زیانمنېدو لګښت نه شي پرې کولی، نو له همدې امله د دغې پروژې کار ځنډېدلی و.

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي او ټاکل شوې وه چې دا پروژه د ۲۰۱۹ کال په پای کې د ګازو لېږد ته چمتو شي؛ خو لیدل کېږي چې لا یې هم چارې نه دې بشپړې شوي او د ځنډ عمده دلیل یې همدغه اختلافات یادېدل. اوس تمه شته چې چارې به یې ګړندۍ شي.