کور / راپور / د عدالت پرېکړه: که پروېزمشرف مړ سو، د هغه مړی دي په ډي چوک کي راځوړند سي

د عدالت پرېکړه: که پروېزمشرف مړ سو، د هغه مړی دي په ډي چوک کي راځوړند سي

د پاکستان د پوځ پخواني مشر پروېز مشرف ته د مرګ د سزا ټاکلو وروسته د عدالت قاضي ويلي، چي که پروېز مشرف مخکي مړ سو، نو د هغه مړی دي په ډي چوک کي د دريو ورځو لپاره راځوړند سي.

دوې ورځي وړاندي د پاکستان يوې ځانګړي محکمې د قانون د ماتولو په تور پروېزمشرف ته د مرګ سزا واورول، خو ددغي پرېکړي په هکله تازه جزئيات نن راڅرګند سول.

په دغه جزئياتو کي ويل سوي چي که پروېز مشرف د سزا وړاندي مړ سي، نو د هغه مړی دي د دريو ورځو لپاره په ډي چوک کي راځوړند سي.

پروېزمشرف دا مهال د دبۍ په يو روغتون کي تر درملني لاندي دی.

.