کور / راپور / د ټاکنو کمېسون: راتلونکې اونۍ ارومرو د ټاکنو پايلي اعلانوو

د ټاکنو کمېسون: راتلونکې اونۍ ارومرو د ټاکنو پايلي اعلانوو

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، چي د رايو د بيا شمېرني په لړ کي د ۳۱ ولايتونو رايي شمېرل سوي او د پاتي دريو ولايتونو بدخشان، فارياب او بغلان ولايتونو پايلي به هم نن ماښام ته بشپړي سي او مرکزي ډيټابېس ته به ورسول سي.

د ياد کمېسون مرستيال عصمت الله مل وايي، سیستم ته د دې موادو د لېږد بهیر به تر یوې ورځې پیل شي.

هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان سي.

ښاغلی مل زیاتوي:​ “سل فیصده ان‌شاءالله، موږ درې ولایتونو ته په تمه وو چې درې ولایتونه‌یې بشپړ سوي او په بدخشان او فاریاب کې د هوا حالاتو له کبله دا پروسه له مشکلاتو سره مخ سوې او مواد نه‌دي رالېږل سوي، موږ په تمه یوو چي ژر کابل ته راورسېږي.”

د افغانستان د رايو د پايلو اعلان درې ځلي ځنډول سوی او لامل يې د ټاکنيزو ټيمونو اختلافات ښودل سوي دي.