ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/دوه دېرشمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
——————-
۱: نعرة، نعره، ناره او که چيغه؟
نعرة د عربي ژبي اسم مره دی چي له ( نَعَرَ) څخه جوړه سوی او جمع يې (نَعَرَات) يا په پښتو کي (نارې) دي. ناره چيغه، فرياد، غالمغال او هغه اواز ته ويل کېږي چي د يو چا د پام رااړولو يا عدالت غوښتني لپاره وي. په پښتو کي د دغه ډول مفغن سويو کلماتو نوري بېلګي هم لرو، لکه (وقت) او (بيع) کلمات چي ريښه يې عربي ده، خو اوس يې پښتانه (وخت) او (بيه) هم وايي او هم يې ليکي. (نعره) د پښتو په شفاهي او ليکلي خبرو کي (ناره) تلفظ کېږي، خو ځيني ميرزايي خبريالان او لیکوالان چي د عربي او اردو ژبي سيوری ورباندي غوړېدلی (نعره) يې ليکي. که د عربي ژبي پلوي کوو، نو بايد (نعرة) وليکو او که د اردو ژبي خوا نیسو، نو په اردو ژبه کي (نعره) تر ډېره بريده سياسي شعار (Slogan) ته وايي چي د پښتو له (نارې) او عربي له (نعرة) سره ښکاره توپير لري. مثلا په اردو ژبه کي وايي: (کیا کوئی تخلیقی نعرہ انتخابات میں کامیابی کا ضامن بن سکتا ہے؟) په پښتو ژبه کي د ناره او نارې کلمې ډېرې عامي دي، مثلا يوه پښتو لنډۍ لرو چي وايي:
نارې وهم غږ راته نه کړې
بيا به جهان راپسي ګورې نه به يمه
دغه ډول د پښتو شعر دوه مشهور سروکي هم لرو چي د نارې کلمه پکي ياده سوې ده، دا دوه سروکي هم ليکل سوي او هم سندرغاړو ويلي دي، خو په دواړو کي (نعرې) نه، بلکي (نارې) تلفظ سوي دي. يو سروکی دا دی چي (نارې دي لونګينه) او بل يې دا دی:
طالبه ورانه دي سي ستا لېونۍ مينه وه نارې
لونګينه وه نارې.
که څه هم چيغه تل د نارې مانا نه ورکوي، خو زما هدف دا دی چي په کوم ځای کي چيغه د نارې مانا ورکوي بايد چيغه وليکو او که په کوم ځای کي چيغه سمه مانا نه ښندي، نو بايد ناره وليکو، خو د( نارې) پر ځای (نعرې) ليکلو ته هیڅ اړتيا نسته. البته د نارې او چيغي پر ځای نور بديلونه هم لرو لکه اواز کول، غږ کول.
په دې لاندي پښتو شعر کي د چيغې کلمه څومره ساده، روانه او ښايسته ځای سوې ده:
ما د خپل ځان لپاره هېڅ و نه کړل
مدام د نورو خلکو غم ژاړم
(چېغې) وهم چې مساوات غواړم
د هېوادوالو په ماتم ژاړم.
۲: ترسره کول که کول؟
په دې جمله کي (ترسره) کلمې ته هيڅ اړتيا نسته او جمله يې بې ضرورته اوږده کړې ده. اوس به د دې ډول جملو څخه د (ترسره) کلمه ليري کړو، و به ګورو چي په مانا کي يې څه بدلون راځي؟
۱: د ميوند او سپين غر لوبډلو تر منځ سيالي (ترسره) سوه.
۲: د ولسي جرګې انتخابات (ترسره) سول.
۳: د هلمند د والي په مشرۍ د ښاري خدمتونو غونډه (ترسره) سوه.
۴: د غزني ځوانان د رڼو ټاکنو (ترسره کېدو) ته د شک په سترګه ګوري.
۵: په افغانستان کي سوداګري (ترسره) کول.
اوس له پورتنيو جملو څخه د (ترسره) کلمه ليري کوو:
۱: د ميوند او سپين غر لوبډلو تر منځ سيالي وسوه.
۲: د ولسي جرګې انتخابات وسول.
۳: د هلمند د والي په مشرۍ د ښاري خدمتونو غونډه جوړه سوه.
۴: د غزني ځوانان رڼو ټاکنو ته د شک په سترګه ګوري.
۵: په افغانستان کي سوداګري کول.
وينو چي له پاسنيو جملو څخه د (ترسره کول) جمله ليري کړل سوې او په نيجه کي يې جمله لنډه سوې ده، خو په مانا کي يې هیڅ توپير نه دی راغلی.
۳: بلاربه ښځه که اميدواره ښځه؟
ځيني لیکوالان او خبريالان فکر کوي چي اميدواره کلمه دري، خو بلاربه پښتو کلمه ده، له همدې امله د اميدواري پر ځای بلاربه يا برالبه ليکي، خو دې ته يې پام نسته چي بلاربه کلمه د انسان لپاره نه، بلکي د څارويو لپاره ويل کېږي، البته ځيني پښتانه يوازي د پېغور يا سپکاوي لپاره بلاربه وايي چي هدف يې د ښځي (حمل) نه، بلکي پېغور او سپکاوی دی، مثلا که کومه زناکاره ښځه اميدواره او خلک ورباندي خبر وي چي دې ښځي له پردي سړي سره نامشروع اړيکي درلودې، نو ورته وايي چي له فلاني څخه بلاربه سوې ده او که کومي ښځي ته سپکه ژبه کاروي، نو وايي داسي ورته وايي: (( کوچنۍ خو نه يې، که مېړه ته دي ورکړو په دستي به بلاربه سې)). البته دا ډول تشبيه يوازي په شفاهي خبرو کي وي، ما تر اوسه په ليکلې بڼه نه ده ليدلې او نه مي له خلکو څخه په مثبته مانا اورېدلې ده.
۴: که (چېري) زه نه وای راغلی/ که زه نه وای راغلی؟
له راډيوګانو به مو ډېر اورېدلي او په ډېرو چاپي او اليکټرونيکي متنونو کي به مو هم لوستي وي چي د (چېري) استهفامي ادات بېځايه راوړل سوي وي. د (چېري) ادات د يوه شخص يا شي د ځای لپاره ويل کېږي، مثلا احمد چېري دی؟ ستاسي کور چېري دی؟ د دې ډول جملې لوی عیب دا دی چي د (چېري) استفهامي ادات جمله بې ضرورته راغلې او جمله يې اوږده کړې ده. راسئ امتحان يې کړو او له څو جملو څخه د (چېري) ادات ليري کړو، و به ګورو چي په مانا کي يې څه توپير راځي؟
۱: که (چېري) زه نه وای راغلی، ته به مړ وای.
۲: که (چېري) مو پيسې پيدا کړې، نو کتابونه رانيسئ!
۳: که (چېري) هارون په تور لیست کي نه وای شامل سوی، دغه پېښه نه کېدله.
۴: که (چېري) د ناروغ تنفسي سيسټم سم نه و، نو مصنوعي تنفس ورکړئ!
۵: که (چېري) دغه پريکړه وسي، کورنيو هوايي شرکتونو ته ډېر زيان رسېږي.
وينو چي په پورتنيو پنځو جملو کي هيڅ ډول مکان يا ځای ته اشاره نه ده سوې او نه يې هم اړتيا سته، که له دې جملو څخه د (چېري) کلمه ليري کړو، نو جمله لنډېږي، خو په مانا کي يې هيڅ توپير نه راځي.
۵: په مفغن تلفظ کي ميرزايي رنګ
وکيله، مديره، رئيسه، معلمه او داسي نور عربي نومونه او صفتونه مفغن او پښتو سوی تلفظ لري، ياني پر منځنۍ څپه يې خج يا فشار راځي او په زوَرکي پای مومي، خو ميرزا ډوله ليکوالان او خبريالان يې د فارسي يا عربي په ډول وايي. د دې عربي کلماتو په پای کي زوَر نه، بلکی زوَرکی راځي. دا ډول کلمات د ( شفيقه، نوريه، حبيبه) په بڼه تلفظ کول اشتباه او له عام ولس او پښتني لهجو څخه لار بېلول دي، دا خبره ځکه کوم چي ما تر اوسه له ميرزايانو او دولتي مامورينو پرته د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي د دې ډول نومونو تلفظ داسي نه دی اورېدلی چي فشار يا خج دي يې د کلمې پر وروستۍ څپه راغلی او د کلمې په پای کي دي زوَر راغلی وي.
درې دېرشمه برخه
——————–
۱: ځای پر ځای کول که پټول؟
دا جمله معمولا مثبته مانا لري، مثلا خلک وايي:
۱: په نوي کور کي مو کډه ځای پر ځای کړه.
۲: په المارۍ کي مي کتابونه ځای پر ځای کړل.
۳: په خونه کي مو سامانونه ځای پر ځای کړل.
۴: په يخچال کي خواړه ځای پر ځای کوم.
۵: په بکس کي کالي ځای پر ځای کوم.
په پورته جملو کي وينو چي ځای پر ځای کول د اوډلو، هر شی پر خپل ځای ایښودلو او هر شی خپل مناسب ځای رسولو ته وايي چي دا ټول مثبت اړخونه لري، خو موږ هره ورځ له رسنيو څخه خبرېږو چي داسي وايي:
۱: پولیسو شل کيلو ګرامه تارياک ونيول چي په يوه کورولا موټر کي ځای پر ځای سوي ول.
۲: پوليسو يو کلاشينکوف ونيو چي د اوړو په بوجۍ ځای پر ځای سوی .
۳: دوو ښځو په خپلو خېټو کي نيم کېلوهيرويين ځای پر ځای کړي ول
۴: غلو د امريکايي ډالرو پنځوس زره بانک نوټونه په خپل واسکټ کي ځای پر ځای کړي ول.
۵: د سړک د غاړي ماين په يوه موټرسايکل چي ځای پر ځای سوی و.
پورته جملې ګورو چي يوازي منفي مفهوم افاده کوي او تر ډېره بریده د غلاوو او قاچاقو پېښي بيانوي. ما چي له ولسي خلکو سره څومره بانډارونه کړي، هغوی دا عبارت نه وايي، کېدای سي چي د دري ژبي له (جاسازي) څخه راژباړل سوی وي، زما په فکر اسانه لار يې دا ده چي ووايو تارياک، د سړک د غاړي ماين، کلاشينکوف، هيرويين او جعلي بانک نوټونه يې په موټر، خېټو، د اوړو په بوجۍ، واسکټ او موټرسايکل کي پټ کړي ول، ځکه چي ولس دغسي وايي. زما په اند د (ځای پر ځای کول) پر ځای (پټول) مصدر ځکه غوره دی چي ولسي ريښه لري، لنډ دی او مانا يې هم روښانه ده.
۲: تشريف وړل، تشريف راوړل که تلل، راتلل؟
د (تشريف) کلمه که څه هم عربي ريښه لري، خو پښتو ژبي ته له دري او ارردو ژبو څخه راغلې ده. کله چي څوک دا کلمه اوري نو په زړه کي يې ورتېر سي چي مېلمه يا بل مشر له ځانه سره د (تشريف) په نوم کوم جنس راوړی دی. وايي پرون وزير صاحب تشريف راوړی و، لکه کوم کتاب، خټکی، مکتوب يا لپ ټاپ چي يې راوړی وي. دا تکلفي، مصنوعي او درباري صفت له فارسي څخه پښتو ته راژباړل سوی دی. پښتانه چي له مېلمنو او مشرانو سره مخامخ کېږي، نو د هغوی د درناوي لپاره خپل ولسي کلمات او ترکيبونه لري چي خورا خواږه او ساده وي او د دې تر څنګ څرګنده مانا لري. دلته به لومړی د (تشريف) څو بېلګي يادي کړو:
۱: سبا زموږ کور ته (تشريف) راوړئ!
۲: ډېر خوشاله سوم چي زموږ کره مو (تشريف) راوړ.
۳: وزير صاحب پرون کور ته (تشريف) یووړ.
۴: زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم، خو تاسي (تشريف) نه درلود.
اوس له پورتنيو جملو څخه د (تشريف) کلمه ليري کوو او پر ځای يې ولسي کلمات ليکو:
۱: سبا زموږ کره راسئ! سبا زما سره ښوروا وخورئ! سبا زما سره بانډار وکړئ، سبا زما مېلمانه سئ! سبا ما ته هم د مېلمستيا نوبت راوباسئ! زما غريبانه کور ته هم يو ځل راسئ!
۲: کور مو ودان چي زموږ کره راغلاست، خير يوسئ چي زه مو ياد کړم، سترګي مي روښانه چي تاسي راغلاست، واه واه دا لمر له کومي خوا راوخوت؟ خدای مو راوله، هرکله راسئ، ډېر خوشاله سوم چي راغلاست، خدای دي خير درکړي چي زه مو په ياد سوم …
۳: وزير صاحب کور ته ولاړ. وزير صاحب کور ته ولاړ خدای دي يې مل سي. وزير صاحب کور ته ولاړ موږ يې يوازي کړلو. وزير صاحب کور ته ولاړ کاشکي نه وای تللی، ښه ساعت مو ورسره تېر و. وزير صاحب کور ته ولاړ، ډېر مي ارمان سو. وزير صاحب کور ته ولاړ، ډېر مي يادېږي…
۴: زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم خو تاسي نه واست، زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم تاسي لکه چي مصروف واست. زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم تاسي لکه چي دباندي وتلي واست. زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم تاسي مي و نه لیدلاست. زه پرون ستاسي دفتر ته راغلم خو تاسي مي نه په تکليف کولاست چي ومو وينم…
په اردو ژبه کي (تشريف رکهی) هم وايي. کله چي چا ته د کښېناستلو ست کوي، نو ورته وايي چي تشريف رکهی، ياني ياني تشريف ولرئ! د ډيورنډ کرښي ها خوا ځيني پښتنو دا جمله هم پښتو ته راژباړلې ده.