کور / طنز / هره خندا لرونکې لیکنه طنز نه دئ

هره خندا لرونکې لیکنه طنز نه دئ

دا چي طنز خندا لري خو هره خندا لرونکي لیکنه طنز نه دی  يا به ټوکه وي ،يا هجو، يا هزل ، یا حاضر ځوابی «ريپارتی»، یاکلمو کاتور،یا  نقل قولونه « کوتيشن »، یا نیښ لرونکی خبرې« هيپيګرام»، يا په الفاظو لوبي کول «پون»، یا شعارونه «  بومپر ستيکر» یاکميدي ډيکشنري ، یاچستوښکي(نوکارې)، یاترزیق  اوداسي نور وي
طنز ته ډیر تعریفونه شوي دي چي تر ټولو ښه تعریف یي دا دی
طنز هغه نثر يا شعر دی چي پر حماقت، ضعيفو اخلاقی ، ټولنيز فساد او تيروتونو  باندي ملنډي  وهي او په غير مستقيم هغه بيانوی.
جانسن انګريزي اديب وايي:
 طنز هغه شعر دی   .چي حماقت او فساد باندي نیوکه کوي او هغه غندي
دطنزتر ټولو رایج تعریف  دا دی :په مناسبه توګه د ترخي نیوکي بیان په خوږه ژبه ، کنايي او خندالرونکی ډول  ته طنز وایي.
طنزد مضمون له مخه د جدی  نقد سره  اړخ په اړخ راځي خو د بیان دلاری په اساس ډیر د ټوکو بیان ته پاته کیږي
دا چي رښتیا  ترخه دی  نوپه خوږه ژبه بیانول یي اغیزمن دی

چو حق تلخ است با شیرین زبانی
حکایت سرکنم آن‌سان که دانی
په طنز کي تر ټولو ترخي نیوکي په ظاهری  خندا سره ویل کیږی نو  شایدیو علت به دا وی چي ډیر خلک طنز او ټوکي یو شی بولي ځکه د دواړو ظاهری پایلي یو شی دی او دواړه څوک خوشاله وي او دخندا لامل ګرځی خو دا دواړي خندا وي سره توپير لري
لکه څرنګه چي مو وویل شاید طنز خندا ولری خو دا خندا هدف ته د رسیدو لپاره وسیله ده هغه په ښکاره څوک خندوی
.خو د هغه  ترشا بیا  ډیر تریخ او هېښونکی واقعیت پروت وي   چي انسان ژړوي ؛هغه په چرت کي اچوی نو د همدي کبله  به هم وي چي وایي: «طنز یانی زار زار ژړل او طنز یانی آه آه خندل »
د هزل او ټوکي خندا خوږه او د هجو او طنز خندا ترخه ده د طنز په پوهیدو سره شاید د خندا پر ځای وژاړو
 نو ویلی شو چي د طنز هدف اوموخه  پر فساد نیوکه او د هغه سمونه ده نه دچا خندونه ؛ نو دطنز هدف  لکه ټوکه خندا نه ده خندا يي وسیله ده  د طنز وسیله  کیدای شي خندا ، ژړا او یا چیټات او نا ویل  کیدونکی  توکي وي  نود وسیلي اصلي دنده د لیکني خوندور او زړه راکښونکي کول دی چي په زړه کی ځای ونیسي
په طنز کي د خندا وسیله تر نورو وسیلو اغیز منه ده  نو ځکه  خندا  لرونکي طنزونه  ډیر ویل کیږی خو ځيني طنزونه بیا تراژیدی وسیله لري سړی ژړوي اوپه  ځینو طنز ونو کي بیا  وسیله سکسی  توکي او چټیات وي چي هغه بیا طنز دهزل خوا ته بیایي
یانی په طنزونو کي وسیله،  هدف   لوی او د لیدو وړ ګرځوي د خلکو په مغزکي ځای ورکوي او نور ته د هغه دلیږدولو  لامل ګرځی ، او کوونکی يي  د اوریدو څخه دشرم او کموالی احساس کوی او هغه اړباسي له دي ناوړه کاره ډډه وکړی چي  له ملنډو څخه وژغوړل شي.
د طنز هدف د وخت او زمان او ټولنیزو شرایطو سره اړیکي لري او د خپل  دوران د بدو کارونو تاریخ جوړوي.
زموږ داوسنيو رښتينو طنزونه له  سوژو  څخه   د جوړجاړیو (مصلحتونو)،د ځانګړو حسابونو د تصفي ،  ترور ، بمباردومان ، تیرایستلو، بډو اخیستلو ، اختلاص، ماتیدلو ، فساد او داسي نورو شانو وږم پورته کیږی
یانی  سوژي دخپل وخت  له ټولنیزو پېښو  څخه غوره کیږي
 دطنز لیکونکی دنده د مسایلو  حقیقی بیا ن ، کړکیچونو  اوتضادونو ته  پام ، د معظلاتو  جرړي پیدا کول او  د حل مناسبه او منطقی لاري   ښول دي.
څوک چي طنز لیکي باید د طنز په فنونو پوره  پوه او هغه  وکاروي د روانشناسي، سیاست، تاریخ ،فلسفه او ټولنیز علومو سره  څه ناڅه اشنایي ولري  او باید له ورځنیو پېښو نه خبر اوسي.
 د طنز ویونکی  لحن او د وینګ د ژبي تون هم خپل ځانګړی رول لري.
په  انساني او ټولنیزو پیښو کي  ادبي او محترمانه طعنو او ملنډو کارول  په کار دي  ځکه دلته موخه سمونه ده  که مو موخه  د مقابل سړی  ځورول وي نو د راوی وینګ او ژبه  باید تونده وي
لکه څرنګه چي مو وویل طنز نیغ په نیغه په ټولني او د هغي په زېږندو  پېښو پوري اړه لري هر څومره چي په ټولنه کي کړکیچونه. پېښې، نظرونه او اعتقادات توپیر  ولري طنزونو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.
طنز تل موږ ته نوی موضوعات ښیي او هغه مسایلو  ته چي د هغه سره اشنا یو یوه کړکۍ پرانیزي چي هغه بیا پر زړوسکالو  تازه روښنايي اچوي.
طنز کولای شي سمه لاره خلکو ته وښيي ؛ طنز کولای شي  په ژوند ، او د ژوند دډيرو ناوړو پېښو  زهر له منځه یوسي.
د هري سوژي لپاره  دطنز مناسب ډول ټاکل اودهغه  ډول طنز  داوزارو  څخه کار اخیستل ډیر مهم دی
 دطنز ډوله دا دی :افلاطوني طنز ،کلامي طنز  موقعیتي طنز ،رومانتیک طنز او تعزیه طنز
 لیکونکی    بایدتصمیم ونیسی  چي سپين(خوږ) طنز لیکی یا تور (تریخ) طنز

که طنز لیکونکی د مظلومانو لپاره  د عدالت غوښتونکی وي نو د پوهانو په اند ددي عدالت لپاره « جووینالی»تریخ طنزیا تور طنز ویل عیب  نه ګڼل کیږی د طنز لیکونکی  عصبانیت او شخړه پر ځای بولی په دی حالت  طنز ان تر  هجو  ترسرحده رسیږي
هره موضوع ته د هغه توکو د محتوا په اساس  دسم قالب غوره کول په کار دی چي موضوع په کي ښه تشریح شی  که په لنډو قالبوکي  موضوع راتلای شی هغه باید بي ځایه اوږد  او کش نه شی لنډ او کوټلی طنزښه اغیزمن دی

د طنز قالبونه دا  دی:  رومان – لنډ داستان – حکایت – لطیفه بیوګرافی او سفر نامه
 د ژورنالیزم په ژانرو کي لکه ( مقاله ، تبصره ، مرکه ، فلیتان ، اپی گرام ، ستون لیکنه ا و ان اعلان  و ….)
مصور طنز ( کارتون ، کاریکاتور و گروتسک)
تمثیلی طنز ( نندارمه ، تمثیلی پارچه  ان پانتومیم ).
 طنز په سینما ، رادیویي ا وتلویزیوني  پروګرامو کې
د طنز اساسی اوزار د  طنز ژبه ده دطنز ژبه باید ډیره غنی (د خلکو ساده ژبه )اوسی او ژبه يي د
کنایو، رمز و ، استعارو، تشبیه ګانو، نوشونو ، نیښونو ، ، ښه راغلیو ، غوسو  ، ښکنځلو ، بد ه ژبې،  کرکو ، ملامتولو  …  څخه ښه غني وي
  ویلای شو ټول  لفظي  او معنوي صنایع او دبدیع ا و بیان  علم کولای شی  د طنز اوزاز اوسی
هدف (موخه )  په  اغراق  او مبالغي ، کنایي ، استعارې، تشبیه ، تجنیس ، ابهام ، مراعات نظیر ، لف ونشر و تلمیع وتنسیق … په  صنایع  سره  برجسته کیدای شی
د طنز ژبه بايد تر امکان  تر حده ساده او د ويلو ژبه وي که دطنزاتل امي او نا لوستي وي د طنز ژبه بايد د هغه له کړو وړو  سره یو شان وي او عاميانه خبري وکړي په هرداستان او خاطره کي خبري بايد د اتلانو د ټولنيزي او علمي تړاو سره ورتوالی ولري ان ممکنه ده د يو بي ادب سړی  له خولي بدي خبري راووځي د ليکونکي مقصد دا نه دی چي بدي خبري کوي ولي په دي وسيله د ويونکو پام ځان ته را اړوي . طنز بایدطنزی لحن ولری او ټول طنز يي طنزي خوند ولري ژبه يي سوچه او پاکه وي

د طنز پنځولو اوزار  چي  موخي ته د رسیدو وسیله پیاوړی  او اغیزمنه کوي دا دي : لکه پارودی ، نقیضه،نقیصه ،کنایه  تانه، بدگمانی ، بدبینی  ،نیښخند  ،ريشخند وهل ، ملنډي وهل، پچ موزى كول ، مسخره كول ، ټوكي ، مسخري ،.
 پارادوکس ،  (هغه وينا چي په ظاهر كي غلطه ښكاري مګر كيداى شي چي سمه وي.)متنا قضه وينا، له عمومي عقيدي نه مخالفه وینا.، ظرافت، ټوكمارى، ټكاله،
ښكنځنه، بدوينه، دګنه، غندنه، ملامتونه، لڅونه… دی