کور / طنز / انتر نیشنل سمفوني

انتر نیشنل سمفوني

د افغانستان د ملي ببولالي د بوغاري داړي د المپیک په فیستیوال کي د سرو زرو مډال وګټی د داړي مشر د خپل داړي او دهغه  دبري په اړه چي په قاف او لام يي خبری کولي داسي وویل:
زه تروي تروي الوچي خوړونکی  سورنا  چي یم  چي د هیواد  دکورنيو او بهرنيو ملکونو په نوښت مي دا د ملي ببولالي د بوغارو داړه جوړه کړي ده
 هغه په خبرو کي ډیره خوشاله ښکاریده  او بریتونه  یي له خوشالي لکه انډلچو  پورته کښته کیده
هغه وویل :هغه وخت خلکو په ما دا ناروا ویل  چي ما ددي داړي غړي د ملی ډیروالی په پار  د ټولو کامونو  د نااهله وګړو څخه  د رذالت او جوړجاړی له مخي    غوره کړی  دي چي د هره یوه دساز اله  په بیشرمی او ټګیو اوبرګیو سره د یو بل  هیواد ساز ږغوي د بیلګي په ډول    د یوه  زیر بغلي به  د ایران ملي ببولالي بوغاري وهلي  ، دبل ډول(ډهل) د پاکستاني بابولالې، دبل  سیتار هندي ،او د بل ګیتار ایتالوي او دبل کیبورد به د روسي ببولالو بوغاري وهلې.
 ما دهغو دا خبري نه منلې، ځکه په داسی رمزونو  پوهیدل  لوړه پوه غواړی  چي زموږ ساده  خلک دا نه لري.نو  ځکه ددي داړي  څخه ډیر نا پوه خلک خوشاله نه وه  او ان غوښتل يي موږ سره جلاکړی
زه اوس پوه شوم چي هغو رښتیا ویل  دا ټوله همدغسي وه
چي ما به   په سورنا کي پوه کړل نورو  به په سیالۍ سره   په لارغه يي ډول  د  خپلو سازونو د نغارو ډنګول پيل کړل  زما سورنا  به یو څه ویل او  دهغوی سازونه  بل څه ؛په یو وار به  د شلو میلتونو د ملي ببولا لو بوغاري په هوا کي سره وپیچلی  او  بد خونده ازانګه به يي جوړه کړه  او زه له ویري ورته زمبېدم
نوما په  خپل هاند اوهڅو سره د بین المللي  یوالی په پار ددي  ملی ببولالي د بوغاړی څخه یوه انتر نیشنل سمفونی جوړه کړه
 د نیکه مرغه په المپيک کي  دا نغمه د بین المللی سمفونی په نامه وپیژندل  شوه او ددي لپاره چي موږ ته له ملی یوالی نه بین المللی یوالی ډیر ارزښت لري نود ستایلو لپاره يي  د سرو زرو مډال راکړ.
اوس ټوله خوشاله یو که دا بد شی واي نه ولی یي د سروزرو مډال وړه  اوس ټوله په دي ببولا لي  ویاړو ځکه مډال يي وړی دی
– تاسو وویل بهرني او کورني  ملکونه  زه مو په مقصد پوه نشوم؟
– بهرني ملکونه  لکه ایران او پاکستان  دی او کورنی ملکونه لکه امریکا، انګریزان، جرمنی … دي
– ښه اوس که د ا د افغانستان  منل شوی ملي ببولاله  چي مډال يي وړی دی  او تاسو هغه انتر نیشنل سمفونی  بولی  وږغوئ ډیر به خوشاله شم.
– ښه ،سمه ده.
شروع
بدل که نوم د افغانستان
جان جان  پاکستان
زنده باد اسلامي ایران
لانګ  لایف انګلستان
نام وطنه کو خراسان
لانګ  لایف امریکا یان
جان جان پاکستان
زنده باد اسلامی ایران
په رښتیا دا بین المللی سمفونی   ده
– که د بهرنیو لاسوهنه  راسره وه  انشا الله  موږ  به هڅه وکړوهغه ته نوره هم وده ورکړو او نوروپاتو هیوادو ملي بوغاري  هم ورواچوو
– مننه
– میرسی