کور / تازه خبرونه / حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی

حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی

د افغان حکومت په هڅو د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی مولوي حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی دی.

ویل کېږي مولوي حمدالله ترخېل ۱۷ کاله د ګوانتانامو په زندان کې بندي و او پنځه ورځې مخکې راخوشی شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټر لیکلي، مولوي تره خېل د افغان حکومت په هلو ځلو د ګوانټانامو زندان څخه خوشي شو.

هغه زیاته کړې مولوي حمدالله د ارواښاد شیخ الحدیث مولوي تره خیل صیب زوی چې د یوې روحاني او متدینې کورنۍ پورې اړه لري د څه کم 17 کلونو زندان وروسته د حکومت په هلو ځلو د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی او د هغوي کورنۍ غړو ته مو کابل وسپاره. زه مولوي صیب حمدالله ته د راتلوونکي خوشحاله ژوند هیله کوم.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې مسوول فضل غني حقمل هم د مولوي حمدالله تره خېل د خوشي کېدو پخلی کړی دی.