کور / اقتصادي / کندهار او هلمند کي د برېښنا نه شتون خلګ د ستونزو سره مخ کړي دي

کندهار او هلمند کي د برېښنا نه شتون خلګ د ستونزو سره مخ کړي دي

له شاوخوا دوو اونيو راهيسي د کجکي برېښنا پر کندهار او هلمند بنده سوې ده او خلګ يې د ستونزو سره مخ کړي دي.

په لښکرګاه کي د برېښنا د نه شتون په غبرګون کي ګڼ مدني فعالان راټول سوي د طالبانو او حکومت څخه يې غوښتنه کړې چي د برېښنا مزي د خپلو ګټو لپاره ونه کاروي.

د برښنا شرکت مسؤولين وايي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د لاري پر سر اختلاف رامنځ ته سوی او د همدې امله کارکونکي د کجکي د برېښنا فابريکې او د زمينداور سب سټېشن ته نه سي ورتللای.

د برېښنا شرکت رئیس وحیدالله علیزی وايي: “د برېښنا دغو ستېشنونو ته د تګ راتګ لار باندې طالبانو بندیز لګولی او د هغوی لخوا پر ځانګړې سوې لار بیا د حکومت له لورې اجازه نه ورکول کیږي”.

علیزي وویل چي “موږ له حکومتي چارواکو او طالبانو سره په اړیکه کې یو تر څو ستونزه حل کړو خو لا هم معلومه نده چي څه وخت به برېښناوصل سي.”

د کندهار او هلمند برېښنا چي په لسګونه زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي په دې وروستيو کي يې نه شتون خلګ د اوبو د سخت کمښت سره مخ کړي دي.