کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /څلور دېرشمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /څلور دېرشمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت


——————
۱: ميوند ولسوالي په کندهار کي (موقعيت لري) که په کندهار کي ده؟
د دې جملې عيب دا دی چي يو يې ولس نه وايي او بل يې جمله بې ضرورته اوږده کړې ده. (کي) د مکان یا ځای ادات دی، په تېره بيا چي د جملې په سر کي (په) او ورپسې تر کومکي فعل وروسته (کي) راسي، نو مکان يا ځای ښه روښانه کوي، د (موقعیت) کلمې ته هيڅ اړتيا نسته، په ولسي محاوره کي خلک داسي وايي:
۱: زما کور په جمال مېنه کي دی.
۲: زما بکس په موټر کي دی.
۳: کتاب په المارۍ کي دی.
۴: موبايل مي په جېب کي دی.
۵: زوی مي په کور کي دی.
زه فکر کوم چي د جملې دا ډول جوړښت له دري څخه راژباړل سوی دی، ځکه په دری کي وايي چي: ((ولسوالی ميوند در قندهار موقعیت دارد)).

۲: تېلیفون ورتېرول که تيليفون ورکول؟
پخوا چي تيليفونونو لاين درلود، نو خلکو به ويل چي فلاني ته مي تېلیفون ورتېر کړ. هغه مهال دې جملې يو څه منطق درلودل، ځکه کوم شخص يا اواز چي په کومه ځانګړې لاره يا لیکه کي تېرېږي، تېرېدل بلل کېږي، مثلا يو قاچاق کوونکی د هوايي ډګر له لاري نشه يي مواد تېروي، اوبه په وياله کي تېرېږي، دلته د تېرولو هدف يو خاص مسير او ليکه ده، خو اوس چي تيليفونونه لاین نه لري دا جمله څرګند مفهوم نه افاده کوي، د دې جملې عيب دا دی چي اوس يې خلک نه وايي.

۳: د (هو) کلمې بېځايه استعمال
(هو) د خبرو يا کار د تائيد او اعتراف لپاره ويل کېږي، د بېلګي په ډول به دا ډايلاګونه ولولو:
۱: اوبه دي راوړې؟
هو!
۲: احمد تا وژلی دی؟
هو!
۳: ته زموږ سره پغمان ته ځې؟
هو!
۴: ځوان زوی لرې؟
هو!
۵: خپل کور لرې؟
هو!

تاسي به لوستي وي چي ځيني ميرزايي ليکوالان او خبريالان د تبصرې او تحليل په منځ کي پاراګاف په (هو) سره پيل کوي. مثلا د افغانستان د ناامنۍ پر عواملو تبصره کوي، ناڅاپه يو پاراګراف داسي پيل کړي:
((هو دوستانو يا هوکې دوستانو! د افغانستان قسم خوړلي دښمنان موږ پر ارامه نه پرېږي)). سړی نه پوهېږي چي دا لیکوال او خبریال د چا خبري تائيدوي او پر څه شي اعتراف کوي؟ ما تر اوسه له ولسي خلکو څخه د (هو) يا (هوکې) کلمه د خبرو يا کار د تائيد يا اعتراف پرته په بله مانا نه ده اورېدلې، دا کلمه هم له دري څخه پښتو ته د ميرزايانو پر لاس راغلې او په پښتو کي هم يوازي ميرزايانو ساتلې ده. په دري کي يې هم عام خلک نه وايي، يوازي ميرزايان يې وايي لکه: ((بلی دوستان عزیز! اگر میخواهید جلد خوب داشته باشید، باید از این روش ها استفاده کنید)).

پنځه دېرشمه برخه
—————–
د خوړو اعتصاب که شومي نيول؟

په کندهار کي پخوا يو دود و چي کله به يو چا له يوه شخص يا ډلي څخه يوه مشروع غوښتنه درلوده، خو هغوی به نه منل، نو څو سپين ږيري، مخور او د ښه نيت خلک به يې د منځکړو په توګه د ننواتو غوندي هغه شخص يا ډلي ته ورواستول او خپله غوښتنه به يې ورته ياده کړه. که هغوی به يې غوښتنه ومنله خو ښه او که به يې و نه منله، نو دوی به نه څه خوړل او نه به يې څه څښل، په دې صورت کي کوربه د دې ډلي غوښتنه رودل بد شګون ګاڼه او ځان به بې غيرته ورته ښکارېده چي مېلمانه يې کورته ورغلي خو څه نه خوري، نه يوازي دا چي ده ته ځان سپک او د عالم له نرخ او رواجه وتلی ښکارېده، بلکي خلکو هم پېغور ورکاوه چي د مشرانو او نېکو منځګړو اشخاصو خبره يې پر ځمکه واچوله، له همدې امله به کوربه خامخا د منځګړو مېلمنو خبره منل او تر دې وروسته به مېلمنو خوراک پيل کاوه. مثلا د دوو کورنيو تر منځ به دښمني وه، منځګړو خلکو به له دواړو خواوو وغوښتل چي سوله وکړي، يوې خوا به سولي ته غاړه کېښوده خو بلي خوا به نه منله. په دې صورت کي به منځګړي د هغه چا کورته ننواتي ورغله چي سوله به يې نه کوله، دا چي منځګړي خلک به د خپلي غوښتني تر منلو پوري نه له کوره تلل او نه به يې خوراک او څښاک کاوه، دې کار ته به يې (شومي نيول) ويل. دا دود که څه هم اوس په کندهار کي دومره نسته، خو د شومي نيول اصطلاح اوس هم په ولس کي پاته ده. کله چي د چا کره مېلمه ورسي او څه نه خوري، نو کوربه په جدي ژبه ورته وايي: ((وروره يا خورې څه پېښه ده ولي خوراک نه کوې؟ شومي راباندي نيسې؟)) د دې لپاره چي د مېلمه دا عمل شومي و نه بلل سي، مېلمه خامخا د کوربه خوشاله کولو لپاره يو څه خوري. په کندهار کي يوه ښيرا هم دود ده چي وايي: (( د دوزخ شومه سې)) ياني د دوزخ خوراک سې.
ښايي دا دود د افغانستان په نورو سيمو کي هم و او اوس د ډيورنډ کرښي ها خوا ته جنوبي پښتونخوا کي پاته دی او کېدای سي د نومونو په توپير په نورو پښتني سيمو کي هم پاته وي، خو زه يوازي د کندهار او جنوبي پښتونخوا په اړه معلومات لرم. که له دې ځانګړي دود څخه تېر سو، نو شومي په کندهار کي له لغوي پلوه (لوږي) ته وايي، مثلا يو بزګر وايي: که سږکال باغ انګور و نه کړل بچيان به مي شامه پاته سي يا وايي چې: غنم مي ږلۍ ووهل، سږکال (شوم) پاته سوم، ياني وږی پاته سوم. يو متل هم لرو چي وايي: د شوم په شومي – وسوه تمامه پيني. ياني د يوه وږي انسان له امله ټوله پيني (سيمه) وسوځېده. بل متل هم لرو چي وايي: (( د شوم او سخي خواړه يو ځای خلاصېږي)).
د غزني خلک بيا شومي يا شومه خوړو ته وايي، مثلا يو څوک وايي چي د يوه کال شومه (خوراک) لرم. شوم د بد، بدمرغه، نحس او ناولي مانا هم لري، خو دا شوم فارسي کلمه ده، ځکه چي د فارسي ټولو معتبرو قاموسونو خوندي کړې ده، مثلا په فارسي کي وايي: ((تروریستان به اهداف شوم شان نمی رسند)) خو هغه شوم چي د لوږي يا خوراک مانا لري پښتو کلمه ده او تر اوسه يې هم ولسی خلک وايي. که د لوږي اعتصاب ووايو، نو دا د اردو ژبي د (بهوک هړتال) او که د خوړو اعتصاب ووايو، نو د فارسي د غذايي اعتصاب ژباړه ده، زما وړانديز دا دی چي د خوړو اعتصاب پر ځای (شومي نيول) اصطلاح استعمال او عامه کړو، ځکه چي پښتو ريښه لري او له یوه پښتني دود څخه راوتلې ده.