کور / اقتصادي / د افغانستان زعفران د کيفيت له مخي د نړۍ لومړی مقام ګټلی دی

د افغانستان زعفران د کيفيت له مخي د نړۍ لومړی مقام ګټلی دی

په بلجيم کي د (ITQi) په نوم انسټيوټ د ښه کيفيت له مخي د افغانستان زغفرانو ته د نړۍ په کچه لومړی مقام ورکړی دی.

دغه انسټيټيوټ چي د غذايي موادو د کيفيت په برخه کي فعاليت کوي، د دوهم کال لپاره يې د افغانستان زعفران د نړۍ ترټول ښه زعفران بللي دي.

د افغانستان د زعفران کارانو د ملي ټولنې مرستیال قدرت الله رحمتي وايي د افغان زعفران د لومړي مقام ګټلو ستاینه کړې او دا يې د هيواد د راتلونکي لپاره ښه زېری بللی دی.

نوموړی وايي: “د افغانستان د زعفرانو یوه نومونه په بلجیم کې د «ITQI» په نوم انسټیټوټ ته د امتحان کولو په هدف لېږل سوي، چي د کیفیت له اړخه یې لومړی مقام ګټلی دی، دا د افغانستان لپاره یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده.”

په افغانستان کي سږ کال ۱۸.۱۵ ټنه زعفران توليد سوي دي او د نړۍ د نورو زعفرانو په پرتله ترټولو ښه بازار لري.