کور / د ماشومانو نړۍ / اته کلن ماشوم سږ کال د يوټوب له لاري ۲۶ مليونه ډالر ګټلي دي

اته کلن ماشوم سږ کال د يوټوب له لاري ۲۶ مليونه ډالر ګټلي دي

د فوربز مجلې د راپور له مخي اته کلن ماشوم (کاجي) په نړيواله کچه سږ کال په يوټوب کي ترټولو زياتي پيسې ګټلې دي.

د کاجي اصلي نوم راین ګيان دی او له تېرو څو کلونو راهيسي پر يوټوب باندي د ماشومانو د ساعتيري توکو ويډيوګاني خپروي.

نوموړي سږکال ۲۶ مليونه ډالر عايد درلود او تېر کال يې هم د ۲۲ مليونو ډالرو عايد لرلو سره د يوټوب ترټولو ډېر ګټونکی اعلان سو.

د راین مور او پلار په کال ۲۰۱۵ کي پر یوټیوب باندې د راین نړۍ تر نوم لاندې یو چینل خلاص کړ چي په درې کلونو کي ۲۲.۹ میلیونه مینوال (سبسکرایبرز) ځان ته جلب کړل.

د راین ګنې ویډیوګانې له یو میلیارد ځلو څخه ډیرې لیدل سوي دي او چینل یې په تیرو درې کلونو کي نږدې ۳۵ میلیارد ځلې لیدل سوی دی.