کور / راپور / د پاکستان پوځ پلوه حکومت غواړي د پروېزمشرف د مقدمې قاضي له دندي ليري کړي

د پاکستان پوځ پلوه حکومت غواړي د پروېزمشرف د مقدمې قاضي له دندي ليري کړي

د پاکستان پوځ پلوه حکومت غواړي هغه قاضي چي  پروېزمشرف ته يې د مرګ سزا اورولې له دندي ګوښه کړي.

د پاکستان د قانوني چارو وفاقي وزير نسيم فروغ وايي، چي قاضي داسي پرېکړه کړې چي د ايين سره په ټکر کي ده او بايد دغه قاضي له دندي ګوښه کړل سي.

نوموړي ويلي: “په فیصله کي لیکل سوي چې د مرګ تر سزا مخکې که پروېز مشرف مړ سو نو د هغه مړی دې د اسلام اباد په ډي چوک کي تر دريو ورځو  وځړول سي.”

د هغه په خبره، دا پرېکړه د قانون ضد ده او بايد قاضي وقار له دندي ګوښه کړل سي.

وقاراحمد يو له هغه قاضيانو څخه دی، چي څو ورځي وړاندي يې د پاکستان د پوځ پخواني مشر پروېزمشرف ته د مرګ سزا واورول.