کور / راپور / زلزلې په بدخشان کي ۲۰ کورونه زيانمن کړي

زلزلې په بدخشان کي ۲۰ کورونه زيانمن کړي

 تېره ورځ مازديګر مازديګر د افغانستان، پاکستان او هند يو شمېر سيمې د يوې نسبي قوي زلزلې له امله ولړځېد، خو تر اوسه يوازې په بدخشان کي د يو شمېر کورونو د زيانمن کيدو خبرونه ترلاسه سوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د چارواکو په حواله ليکلي، د يادې زلزلې شدت ۶ اعشاريه ۱ ريښتره و او مرکز يې د افغانستان په شمال کي هندوکوش غر بلل سوی دی.

د راپورونو له مخې تر اوسه د دغې زلزلې له امله د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کي شل کورونه زيانمن سوي، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لا هم نه دي ترلاسه سوي.

د زلزلې له امله د پلازمېنې کابل سربېره ګڼو سيمو کي کورونه او ودانۍ ډېرې ولړځېدې، خو د زيانونو په اړه څه نه دي ويل سوي.

د يادونې وړ ده، چي د افغانستان په ګڼو سيمو کي ابادۍ او لوړپوړيزې ودانۍ له زلزلې او طبيعي پېښو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.