کور / راپور / کليوال ملګري ټولني د نوي کتاب د مخکتني غونډه وکړه

کليوال ملګري ټولني د نوي کتاب د مخکتني غونډه وکړه

مجید ژړاند 
کليوال ملګري ټولنې له  ځنډ وروسته د  نوي چاپ شوي کتاب ( متحده ایالات؛ سیاست او حکومت) مخکتنه وکړه
انعام الله ګوهر د پيل په خبرو کې وويل((د خوشالي ځای دا دی، چې له ډېر وخته وروسته يو ځل بیا د يوې علمي او فرهنګي غونډې شاهدان يوو،  وروستيو ترخو پېښو په غزني کې فرهنګي فعاليتونه ډېر زیانمن کړل، نژدې کال پوره کېږي، چې د علمي او فرهنګي غونډو  خلا او تشه محسوسېده.
کليوال ملګري ټولنې تر دې وړاندې هم دوولس ټوکه بېلا، بېل علمي‎، فرهنګي ټولنيز او سیاسي کتابونه چاپ کړي دي.
اوه لس ګڼې د غږ دوه میاشتنۍ خپرونه چاپ شوې، چې له څه ځنډ وروسته به بیا له نويو او جالبو مطالبو سره تر لوستونکو ورسېږي.
که نړۍ يو کور وبولو، نو امريکا ځان خان بولي، منګولې يې ټولو هيوادونو ته غځېدلې  او زور يې ټول نړۍ ته رسېدلی دی، له نوي چاپ شوي کتاب نه موږ الهام اخيستی شو، چې څنګه دوی توانېدلي، چې نن په هر څه باندې واک لري، زموږ او تاسو د عمر په اندازه باندې افغانستان کې جګړه روانه ده، سیاست مو بلواک پردی دی، خارجي سیاست که ووايو بېخي يې نه لرو.
ټول سیستمونه او جوړښتونه د بل چا په لاس کې دي، دا کتاب باید يو پيغام له ځان سره ولري،  چې امريکا څنګه توانېدلې ده، چې د نړۍ نبض ونيسي او موږ لا هم د يوه ښه سیاست په خلا کې يوو، پر دې هيله چې دا کتاب له ځان سره الهام ولري، يوه انګيزه پيدا کړي، موږ لا هم د پنځه زره کلن تاريخ دعوه لرو، خو که واقعيتونو ته راشو د دريمې نړۍ له هيوادونو سره د پرتلې وړ نه یوو.
ددغسې کتابونو مطالعه او ژباړه موږ ځان ته متوجې کوي، چې هيڅ نه لرو، په وروستيو کې ژباړه ښه شوې ده، شهکار اثرونه ژباړل شوي دي، سیاست او تعلميمي برخه کې لکه څنګه چې لازمه ده، هغسې ژباړې نه لرو، په پښتو ژبه کې د سیاست، تعليمي او ځينو نورو برخو کې لا هم منابع نه لرو، چې محصلين ترې ګټه پورته کړي.))
د غزني پوهنتون استاد مصطفی صفا دويم ويناوال وو، چې په خپلو خبرو کې يې وويل، متحده ایالات؛ سياست او حکومت داسې ژباړه ده، چې اصلا لوستونکی دا فکر نه کوي، چې دا کتاب دې ژباړه وي، بلکې لکه پښتو ژبه کې چې ليکل شوی وي، وقار صاحب که سیاسي علوم لوستي، خو ادبي او فرهنګي هڅې يې د ستایلو دي، دغه ډول ګټور اثار زموږ ژبه غني کولی شي.
استاد صفا د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل(( لوستی قشر باید  ليکل او تحقيق وکړي،  که سړی روزګار هم ونه لري، دا يو ښه فرصت دی، چې ژباړه وکړي، مطالعه وکړي.
د ژوند تجربې په يوه چوکاټ يا ژانر کې بیان کړې، تر څو ګټونکی شې، نو په دې برخه کې به زموږ علمي پانګه ډېره شي او هم به مو ټولنې ته علمي خدمت وړاندې کړی وي.
هر سړی له يوه سړي نه يو تصوير لري، ما چې وقار صاحب ليدلی دی، څوک چې مينه او علاقه ولري، هغه يو ځای ته رسېدلی شي، د وقار صاحب يو هڅاند ځوان دی، تل هڅه کوي، چې يو څه وليکي، ژباړل شوی کتاب ښه روان ژباړل شوی دی، هيڅ داسې فکر نه کېږي، چې ګواکې دادې ژباړه وي، بلکې لکه په پښتو ژبه کې چې ليکل شوی وي.))
حبیب الرحمن تاثير متحده ایالات؛ سیاست او حکومت په عنوان مقاله ليکلې وه، چې يوه برخه يې داسې وه (( ددغه کتاب پر محتوا، سرليکونو، د متن په ژبه او نورو اړخونو دلته خبرې نه کوو، بهتره به وي، چې لوستونکي د نورو کتابونو تر څنګ دا کتاب مطالعه کړي، تر څو د متحده ایالاتو داخلي سیاست تر څنګ د نړۍ، سيمې او افغانستان په اړه د امريکا په سیاست ځان خبر کړي، ځکه په وروستيو پېړيو کې دا راټوکېدلي هيواد د نړۍ په ډېری هيوادونو خپل راج چلوي.
د ښاغلي جميل وقار دغه ژباړل شوی کتاب په ځوانانو په ځانکړې توګه د غزني په ځوانانو کې پر يوې نوې موضوع باندې د کتاب ژباړلو او ټولنې ته  د وړاندې کولو يو غښتلی بنياد کېښود.))
صديق ذهين هم په ژباړل شوي  کتاب  خبرې وکړې(( د وقار صاحب په اړه زما تصوير دا دی، چې يو اخلاصمند او غزني کې په ا ستثنايي خلکو کې راځي، له بده مرغه موږ دلته په کلتوري برخه کې هم مشکلات لرل، په سیاسي او نورو برخو کې هم ستونزې کمې نه وې، ټولنيز مشکلات هم شته، وقار صاحب له دغه ټولو مستثنی پاتې شوی دی او ټول وخت يې ملګري راټول کړي دي، خپل ځای يې ساتلی دی، کور ودانی ورته وايوو، هيله ده چې دغه ډول غونډې نورې هم جوړې شي او کتابونه چاپ شي.))
عصمت تره کي د متحده ایالات؛ سیاست او حکومت د کتاب مبارکي جمیل وقارته وویله، کلیوال ملګري ټولنه یې وستایله، په خبرو کې یې وویل، چې کلیوال ملګري ټولنه په علمي او فرهنګي ډګر کې مخکښه ټولنه ده.
جميل وقار هم  خپل تاثرات د غونډې له برخه والو سره شريک کړل او ژمنه يې وکړه، چې نور ګټور اثار به هم پښتو ژبې ته راژباړي، يو بل کتاب چې په وروستيو ورځو کې به د کليوال ملګري ټولنې له لوري چاپ شي، هغه د بريتاينې حکومت او سیاست په اړه دی، موږ باید خپله مطالعه ډېره کړو، هغوی چې په نړۍ يې حکومتونه کول، د بريا راز يې په څه کې دی؟
(( ما دغه کتاب ځکه پښتو ژبې ته وژباړل، چې په پښتو ژبه کې دغسې کتاب نه وو، په دې وختونو کې مې دوه نور کتابونه د نظامونو په برخه کې تکميل شول، چې هغه به هم د کلیوال ملګري ټولنې له لوري چاپ شي.))
متحده ایالات؛ سیاست او حکومت د کتاب  ليکوال محمد امجد دی، چې په فارسي ژبه يې ليکلی او جميل وقار پښتو ته راژباړلی دی،
په لومړي فصل کې د امريکا اساسي قانون، متحده ايالات او فدرالېزم پورې تړلي موضوعات په دویم څپرکي کې څېړل شوي دي.
متحده ايالات؛ سياست او حکومت په نهو څپرکو کې ليکل شوی دی، عمومي افکار، فشار ډلې، سياسي ګوندونه، ټولټاکنې، اجرايه قوه، کانګريس د قانون جوړونې بنسټ، د متحده ايالاتو ستره محکمه يې د نورو فصلونو عمومي سرليکونه جوړوي، دغه کتاب په ۲۷۰ صفحو کې ليکل شوی دی.