کور / تازه خبرونه / کرینه کپور په انډیا کې راډیوي چینل سره خپلې خپرونې دوهم پړاو په خپل کوربتوب پیلوي.

کرینه کپور په انډیا کې راډیوي چینل سره خپلې خپرونې دوهم پړاو په خپل کوربتوب پیلوي.

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې کرینه کپور په انډیا کې راډیوي چینل سره خپلې خپرونې (عورت کیا چاهتی هی) دوهم پړاو په خپل کوربتوب پیلوي.

کرینه کپور عشق راډیو ۱۰۴.۸ په څپو خپرونې کوي، په لومړي پړاو دغه خپرونه کې یې چې د مېرمنو اړوند وه، کامیابې خپرونې وروسته اوس دا دویم پړاو خپرونو کې هم مشهورې مېرمنې دعوت کوي او پر ځينو موضوعاتو ورسره خبرې کوي.

هندي ورځپاڼه ټایمز اف انډیا د خبر له مخې کرینه کپور به په دغه پروګرام کې نه یوازې پياوړې مېرمنې خپرونې ته غواړي بلکې داسې نارینه به هم مېلمانه کوي چې په خپلو مسلکونو او برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي وي.

تر دې وړاندې یوازې په دغه خپرونه کې یوازې مېرمنې دعوت کېدلې او خبرې اترې ورسره کېدې.

د انډیا ټوډی د ورځپاڼې د رپوټ له مخې کرینه کپورد خپرونې لومړی مېلمه د نوموړی خاوند سیف علي خان دی دی.