کور / راپور / ټاکنو کمېسون: اشرف غني په لومړنيو پايلو کي تر ۵۰ سلني زياتي رايي وړي، خو عبدالله يې نه مني

ټاکنو کمېسون: اشرف غني په لومړنيو پايلو کي تر ۵۰ سلني زياتي رايي وړي، خو عبدالله يې نه مني

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو په لومړنيو پايلو کي مخکښ اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسون مشري حوا عالم نورستانۍ وويل: په لومړنيو پايلو کي اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رايي بشپړي کړي او په دې سره نومړی د پايلو مخکښ دی.

ټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ کیږي.

خو ډاکټر عبدالله وايي، چي لومړنۍ پايلي نه مني، ځکه چي ناپاکه رايي پکښې حساب سوي دي.

د ټاکنو کمېسون وايي، چي د ټولو رایو شمېر: یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ دی.